نظر او تحلیل

څنګه سولې ته غاړه کېږدو؟

ليکوال: فياض مينه ناک

امريکايې قومندان جنرل جان نيکولسن مخکې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې ويلي وه چې په طالبانو باندې به د نظامې فشار سربېره مذهبې فشار هم ﺯيات کړو، هماغه وه چې لومړی يې په جاکرتا کې د علماؤ په نوم غونډه جوړه کړه، بیا په کابل کې او اوس یې د سعودي په جده ښار کې تش په نوم علماء راوغوښتل، ترڅو د خلکو د تېر ايستلو لپاره د خپلې ميډيا په مرسته د سولې چغې ووهي، اصلي حقيقت پټ کړي او امريکايې ځواکونه د افغانستان مظلوم ولس سره خواخوږې وښايي، خو په اصل کې د امريکايي اشغال اوږدول غواړي.

له بلې خوا د امريکا د بهرنيو چارو وﺯير مايک پمپيو بيا وايي چې طالبان دې ﺯمونږ د وتلو انتظار نه کوي.حال دا چې د طالبانو اساسي غوښتنه د امريکايي اشغالګرو ځواکونو وتل دي.

له دې معلومه شوه، چې د علماؤ په نوم غونډې جوړول د نيکولسن هغې وينا ته عملي بڼه ورکول دي چې ويلي وه چې په طالبانو به د نظامي فشار ترڅنګ مذهبي فشار هم راوړو، نو ځکه له دغو هڅو سره په يو وخت، وحشې صفته صفر يک قطعه او امريکايې ځواکونه هره ورځ په عامو خلکو او طالبانو چاپې ترسره کوې او هره ورځ بې ګناه خلک په شهادت رسوي.

نو څنګه سولې ته غاړه کېږدو چې يو خوا د افغان مظلوم ولس په وينو نه مړيږي او بل خوا د سولې په نوم غونډې جوړوي؟

طالبانو چې دا دومره سترې قربانۍ ورکړې، بې شمېره شهيدان يې ورکړل، ښځې يې کونډې شوې، بچيان يې يتيمان شول، په ځانو يې بمونه وتړل، له پلچرخي، باګرام څخه تر ګونتانامو پورې زندانونه پرې ډک شول، لنډه دا چې هر ډول ستونزې او مشکلات يې د دې لپاره وګالل چې افغانستان له اشغالګرو ازاد کړي او يو اسلامي نظام پکې نافذ کړي،

نو ایا دا به معقوله وي او طالبانو ته به مناسبه وي چې دا ټولې قربانۍ او سرښندنې ټولې په اوبو لاهو کړي او د اشغالګرو په شتون کې د هغوی لاسپوڅي حکومت سره خبرو ته کښينې، ایا دا به د تسليمۍ په معنی نه وي؟ که يې داسې کول بیا دومره قربانیو ته څه ضرورت وه له اوله به ورته تسليم شوي وي او وسلې به يې په ځمکه ايښې وی.

افغان ولس چې له طالبانو هر ډول ملاتړ کوي، وجه يې دا ده چې طالبانو ورسره ژمنه کړې چې ترڅو اشغالګر په هیواد کې شتون ولري دوی به ورسره جنګېږي.

نو رښتينې سوله هغه وخت راتلی شي چې اشغالګر په بشپړ ډول له هیواده ووځي او بين الافغاني تفاهم ته زمينه برابره شي، بیا به مو هیواد له سولې، سوکالۍ برخمن شي، او د بدبختيو ټغر به ټول شي، د اسلامې نظام په راتلو سره به دکونډو يتمانو حقونه پرځاي او د شهیدانو ارمانونه به پوره شي.

نو هغه وخت به مو په هیواد کې د امن او ورور ګلوۍ ډاډمنه فضا رامنځته شي ان شاء الله.

سرچینه: کابل ټکی کام