ننګرهار: پر پوهنې ریاست برید ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

(طالب نیوز):

nangarhar pphani reasat

طالب نیوز ــ چهارشنبه (۱۳۹۷/۴/۲۰): د ننګرهار چارواکي وايي، چې: یاد ولایت کې د پوهنې ریاست بانډې ترسره شوي نني برید شاوخوا ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي غرمه مهال رسنیو ته وویل: په جلال ‌اباد ښار کې د پوهنې پر ښاري مدیريت وسله ‌وال برید، چې سهار نهه نیمې بجې پیل شوی و، د ۲ بریدګرو په وژلو سره پای ته رسېدلی دی.
ده وویل: په برید کې ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه: په ټپیانو کې ۵ تنه له لومړۍ درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.
نوموړي وویل: د پېښې ځای د امنیتي ځواکونو له لوري تصفیه شوی او اوس سیمې کې وصعیت عادي دي.
د برید مسؤلیت کومې ډې په غاړه نه دی اخیستی؛ خو پخوا ورته بریدونه اکثره داعش ډلې کړې دي.
بل لور ته سیمه ییز خلک او د پېښې عیني شاهدان نیوکه کوي، چې امنیتي چارواکو بریدګر ژر نه دي له منځه وړي او له دوو وسلوالو سره یې ان ۵ ساعته جګړه کړې ده.
ولسمشر غني، د ناټو سازمان، په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو ناستې او ګڼو سیاسیونو دغه برید په سختو ټکو سره غندلی دی.
زلمی احساس

x

Check Also

کندز: ګډو ځواکونو لسګونه هیوادوال وژلي دي

(عزم ویب پاڼه): عزم: ۱۳۹۷/۴/۲۸- د ملکیانو بمبارولو په لړ کې دا ...