افغانستان

غزني: طالبانو د ایران پلوه شیعه ګانو مهم مشر وژلی دی

(عزم ویب پاڼه):
عزم: ۱۳۹۷/۴/۲۰- طالبانو غزني ښار کې د ایران پلوه شیعه جنګیالیو یو مهم مشر ۵ کسانو سره غبرګ وژلی دی.
د تفصیلاتو له مخې، تیره شپه د غزني ښار د پینځمې حوزې په لشمک سیمه کې د نبي صفدري په نوم د پولیسو یو ایران پلوه شیعه قومندان ۵ ساتونکو سره وژلی دی.
د غزني ولایت امنیتي سرچینو برسیره کړې چې قومندان نبي صفدري د دولتي دندې سیوري لاندې ایرانی موخو لپاره کار کوه او یوه جلا وسلواله شیعه ډله یې تنظیموله.
دا سرچینې وایي چې قومندان صفدري  غزني کې قومي او مذهبي شخړو ته لمن وهله او هزاره توکمي شیعه ځوانان یې د فدایان مزاري په نوم وسله والې ملیشې کې جذب او د اهل سنت ضد جنګونو ته هڅول.
د صفدري اړوند معلوماتو مې برسیره شوې چې د غزني له ښاره مخکې یې په خواجه عمري ولسوالۍ کې دنده ترسره کړې وه، له طالبانو سره یې په مذهبي شوق سختې جګړې کولې.
طالبانو د قومندان صفدري د وژلو پخلی کړی او زیاتوي چې دغه قومندان له ډیرې مودې د طالبانو تعقیب او څار لاندې ؤ، چې تیره شپه یې د جزا وار برابر شو.
له ۲۰۱۱ز راهیسې افغانستان کې یو شمیر ډلې د سوریې جنګ لپاره شیعه توکمي ځوانان لومړی د ملی اردو روزنتونونو کې روزي او بیا یې هلته استوي.
که څه هم څو څو وارې دغسې مفصل راپورونه رسنیز شول خو ګډ حکومت ددې ستونزې مخنیوی لپاره هیڅ هم ونکړل، تردې چې طالبانو د ملي ګټو په درناوي ګام پورته او عملیات پیل کړل.

Tags