د اذربایجان یو کنډک نور عسکر افغانستان ته را رسېدلي دي

(عزم ویب پاڼه):
 
عزم(چهارشنبه، ۲۰ چنګاښ ۱۳۹۷) تیره ورځ د ازربایجان هیواد یو کنډک تازه دمي عسکر افغانستان ته راغلي دي.
دغه تازه دمي عسکر به د ناټو غړیو هیوادونو په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د ملا تړ او روزنې دنده پر غاړه ولري.
اذربایجان دا مهال په افغانستان کې د ناټو تر چوکاټ لاندې ۱۲۰ عسکر لري، خو د نورو راغلیو عسکرو شمیر یې نده پر ډاګه شوی.
اذربایجاني عسکر افغانستان کې د روغتیا او صحت په برخه کې دنده پر مخ وړي.
د اذربایجان هیواد ویلي چې عسکر به یې د ناټو په چوکاټ کې د افغانستان په امنیت کې خپلې هڅې کوي.
اذربایجان د جون میاشت کې افغانستان ته ۲۶ عسکر لیږلي وو چې له ۹۴ څخه یې د خپلو عسکرو شمیر ۱۲۰ ته رسولی وو، خو اوس نده معلومه چې څومره نور سرتیري یې رالیږلي.
د ناټو غړي هیوادونه داسې مهال افغانستان ته نور عسکر رالیږي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو نعرې وهي او طالبان بیا د سولې او مذاکراتو لومړی شرط د بهرنیانو وتل یادوي.

x

Check Also

ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک کارولو هرکلی وکړ

(عزم ویب پاڼه):   عزم(شنبه، ۳۱ وږی ۱۳۹۷) د ولسي جرګې غړیو ...