افغانستان

برېتانیا ۴۴۰ نور سرتیري افغانستان ته رالیږي

(عزم ویب پاڼه):
 
عزم(چهارشنبه، ۲۰ چنګاښ ۱۳۹۷) د امریکا د ولسمشر ټرمپ له غوښتنې وروسته بریتانیا پریکړه کړې چې افغانستان ته خپل ۴۴۰ نور سرتیري ولیږي.
د برېتانیا لومړۍ وزیرې تېریزا مې پرېکړه کړې چې افغانستان ته به ۴۴۰ نور سرتېري هم استوي، چې په دې سره به افغانستان کې د دغه هیواد د عسکرو شمیر ۱۱۰۰ ته ورسیږي.
ویل شوي چې د یادو سرتیروه یوه برخه به روان کال او بله برخه به یې د ۲۰۱۹ کال په فبروری میاشت کې افغانستان ته لیږل کیږي.
تېرېزا مې ویلي، یاد سرتیري به افغانستان کې د عسکرو د روزنې دنده پر مخ وړي تر څو له افغان حکومت سره د وسلوالو په مقابل کې مرسته وکړي.
ټرمپ تیر کال اعلان کړی وو چې خپل سرتیري به افغانستان کې زیاتوي او د ناټو غړیو هیوادونو څخه یې هم ورته غوښتنه کړې وه.
ناټو د افغان جګړې له پیله په افغانستان کې له ۵۰ هېوادونو ۱۳۰ زره عسکر درلودل چې اوس یې دغه شمیره تقریبا لس برابره ښکته شوې ده.
برېتانیا ویلي چې د ناټو د پرېکړې سره سم یې د خپلو عسکرو د زیاتوالي پریکړه کړې.

Tags