خبرپاڼې خبرونه

جمهور رئیس غني د بلجیم پاچا اعلیحضرت فلیپ سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د بلجیم پاچا اعلیحضرت فلیپ سره د هغه هېواد په شاهي ماڼۍ کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او بلجیم تر منځ د اړیکو او همکارۍ د ارزښت، د هغو د لا پراختیا او د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس د کار د پرمختګ د څرنګوالي په هکله بحث او خبرې وکړې.

د بلجیم پاچا جمهور رئیس غني ته د اوربند د نوښت مبارکي وویله او د سولې د بین الافغاني مذاکراتو پروسې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. هغه زیاته کړه، هېواد به یې د مهم ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ پاتې شي.

جمهور رئیس غني په دې کتنه کې د بلجیم هېواد پاچا له ملاتړ څخه په مننې د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس جوړولو د کوربه توب قدرداني وکړه. هغه زیاته کړه، افغانستان د بلجیم په ګډون د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو او دوستانه مناسباتو غوښتونکی دی.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ