د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان او اذربایجان جمهور رئیسانو په دوه اړخیزو همکاریوخبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني بلجیم ته د خپل سفر پرمهال نن مازدیګر په بروکسل ښار کې د اذربایجان جمهور رئیس الهام علي اوف سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د همکاریو د پراختیا،  د نظامي تجهیزاتو، د تېلو د وارداتو او د کانونو را اېستلو په اړه خبرې او پر دې توافق وکړ چې د دواړو هېوادونو پلاوي دې له اذربایجان څخه د تېلو د واردولو او په افغانستان کې د تېلو د ظرفیت معلوملو په اړه ګډې ناستې او مشورې وکړي.

جمهور رئیس الهام علي اوف د سولې بین الافغاني مذاکراتو څخه د ملاتړ ترڅنګ له افغانستان سره د هلیکوپترو د ترمیم په ګډون د نظامي تجهیزاتو، په افغانستان کې د تېلو د ظرفیت معلومولو او د کانونو د راېستلو په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ .

جمهور رئیس غني له افغانستان سره د اذربایجان له همکاریو څخه په مننې  وویل، د افغانستان او اذربایجان ګډ تخنیکي پلاوي به د تېلو او کانونو د استخراج او پانګونې  عملي پلان ترتیب کړي.

محمد اشرف غني  د نفتو او ګازو د استخراج په برخو کې د اذربایجان له تجربو څخه ګټه اخېستنه مهمه وبلله  او د دغه هېواد له جمهور رئیس څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د تېلو او کانونو  په برخه کې پانګونه وکړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

نیوزويک: امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو مهالويش اعلانوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۳۱) د امريکا نیوزویک مجلې له افغانستانه ...