په جده او مکه کي د عالمانو غونډو نمايشي بڼه درلوده

عبدالمالک همت

حقيقت دادی چي د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرامپ په افغانستان کي د جګړې د ګټلو لپاره خپله جنګي ستراتيژي په وسله او جنرالانو پلې نه کړای سول ، اوس غواړي او تجربه کوي چي د امريکې تر جغ لاندي اسلامي هيوادونو د دولت پلوو اسلامي عالمانو په فتواوو دا جګړه و ګټي. خو دا يې نخښه چي د امريکايي واکمنو دا تلاښ بې ګټي دی ځکه د جدې او مکې دغه غونډي صرف نمايشي بڼه درلوده لاغير او د هماغو د اندونيزيا او کابل د عالمانو د غونډو غوندي به بې پايلي او بې ګټي وي او نه سي کولای چي په ګران هيواد افغانستان کي د سولي راوستو سره ډېره لږه مرسته هم وکړي.

عجيبه ده زموږ په هيواد کي د جګړې بنسټيز او ډېر لوی عامل د بهرنيو پوځي ځواکونو شتون او د هغو ځمکني او هوايي بريدونه او بې رحمانه وژني دي، خوپه دې غونډو کي د هغو سره ډېر لږ تماس هم ونه نيول سو او هيڅ يادونه يې ونه سوه.

پر دې عالمانو لازمه وه چي امريکا ته يې له افغانستانه د دوی د پوځيانو د ايستلو ويلي وای او حقيقت دادی چي د امريکي د پوځيانو له وتلو پرته دلته د سولي را تلل هيڅ امکان نه لري. خو متاسفانه چي دغو مفتي صاحبانو دا جرئت هيڅ ونه کړای سوای. لکه چي ټول پوهېږي دلته د جګړې اصلي لامل همدغه د امريکايانو د پوځونو شتون او د هغو پوځي، ورځني او شپني جګړه ييز عمليات دي. نو داسي ښکاري چي په جده او مکه مکرمه کي د عالمانو له غونډو څخه د سعودي واکمنو موخه د امريکايي واکمنو فرمايش ترسره کول او د خپل اطاعت او فرمانبردارۍ ورته څرګندول وو، نه د زړه له اخلاصه په افغانستان کي د سولي راوستل.

لنډه داچي له دغي ننداريزي غونډي څخه د هيچا لاس ته هيڅ نه ورځي، خو د عالمانو حيثيت ته يې ډېر تاوان ورساوه الله دي خپل فضل وکړي. پای

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: په جده او مکه کي د عالمانو غونډو نمايشي بڼه درلوده

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

د رایې ورکوونکو بایومتریک سیستم یو المانی شرکت تیاروي

د ټاکنو کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي رسنیو ته ...