د ﴿ وَإِنْ جَنَحُوا ﴾ او ﴿ فَلَا تَهِنُوا ﴾ آيتونو څېړنه او د پوهانو وړانديز

استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

لومړی دواړه آيتونه او ژباړي يې:

(الف) ﴿ وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (61) [الأنفال: 61].

ژباړه: او (اى نبي ! صلی الله عليه وسلم) که دوى (دښمنان) سولي (او د جګړې پرېښوولو، مسالمت او روغي جوړي) ته هڅه (ميلان) وښيي، نو ته هم دې سولي ته تمايل وښيه (او دا خبره يې ومنه. ځکه ستا خو جګړه غرض او موخه نه ده، بلکي په جګړه سره ستا موخه د دوى د خطر او تېري دفع ده او ته تر دوى د سولي ډېر پلوى يې، خو هله چي په دې مسئله کي مصلحت وي). او پر الله باندي توکل (اعتماد) وکړه (خپله چاره لوى څښتن ته وسپاره او د دوى له چل وله مه وېرېږه). يقين دى چي هغه (د دوى) هره خبره اوري او په هر څه (د هغو په نيتونو او هر ډول چلونويې) پوه دى.

او ورپسې آيت او ژباړه يې:

﴿ وَإِنْ يُرِيدُوا أَنْ يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ (62) [الأنفال:62].

ژباړه: او که هغوى (هغه کسان چي ستا سره د سولي تړون لاسليکوي په سوله سره) ستا د تېر ايستلو نيت او اراده ولري، نو ستا لپاره الله بسنه کوي (لوى څښتن به د دوى د مکر او غولوني په وړاندي ستا بسنه وکړي). الله هغه ذات دى چي  په خپله مرسته او مومنانو (مهاجرو او انصارو) سره يې ستا ملاتړ وکړ.

( ب ) ﴿ فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ (35) [محمد:۳۵].

ژباړه: ای مومنانو ! (ستاسي د دښمن په وړاندي له مخامخ کېدو څخه) سست او ضعيف کېږئ مه (له مرګ ژوبلي څخه يې مه وېرېږئ او د عجز څرکندونه مه ورته کوئ، ځکه دا يو ډول ټيټتيا ده چي ستاسي د دين تعاليم يې نه مني) او (دمخه تر دې چي کفار تاسي سولي ته وبولي، لومړی تاسي) کفار سولي ته مه بولئ او تاسي پر دوی باندي برلاسي (لوړ او زورور) ياست (وروستی بری ستاسي دی) او الله (په خپل ملاتړ او تاييد سره) ستاسي سره دی او هغه ستاسي د کړنو ثوابونه هيڅکله نه نيمګړي کوي (، بلکي په خپل فضل او پېرزوينه يې درډېروي).

سلم (سوله)، سلام (آرامي، امن او سلامتيا) او اسلام په قرآن کريم کي مرکزي اصطلاحات دی. په دې سپېڅلي کتاب کي خلک ورته بلل سوي، د لوړ شان او ارزښت په اړه يې څرګندوني سوي او د انسانانو پام ور ته اړول سوی دی. موږ په قرآن کي لولو چي مسلمانانو ته د اسلام د ټولو احکامو د منلو او هغو ته د غاړي ايښوولو په اړه داسي بلنه او لارښوونه کوي:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (208) ﴾[البقرة:208]

ژباړه: اى هغو کسانو چي پر الله مو د خپل پالونکي، پر محمد مو د پيغمبر او پر اسلام مو د دين په توګه ايمان راوړى دى ! په اسلام په بشپړه او ټوليزه توګه (په ټوله اسلام) ننوزئ (او هيڅ شی يې بې پلي کېدو مه پرېږدئ، لکه چي اهل کتاب يې کوي چي د کتاب پر ځينو برخو ايمان راوړي او په ځينو برخو يې کفر غوره کوي. اسلام په بشپړه توګه ومنئ، ټول شرايع [قوانين او لارښوني] يې پر ځانو پلي کړئ او په ګردو احکامو يې عمل وکړئ او يو د بله روغه جوړه وکړئ، مه سره بېلېږئ، ان که نور لا چي ستاسي په دين نه دي تر څو چي په سوله کي درسره اوسي، په سوله کي ورسره اوسئ، خو که تېری درباندي وکړي، جګړه ورسره وکړئ، ځکه ستاسي پياوړی او قوي دين د جګړې او دښمنيو لپاره نه دی راغلی، بلکي  د لارښووني، سولي او سلامتيا لپاره راغلی دي او د تېري دفع په مثل سره کوي) او د شيطان د پلونو متابعت مه کوئ (د شيطان پر جوړه کړې لار چي ګنهونو ته مو بولي، مه ځئ او سوداوي [وسوسې او اندېښنې] يې زړه ته مه اچوئ). باور وکړئ چي هغه ستاسي ښکاره دښمن دى.

په ورپسې آيت کي داسي وايي:

﴿فَإِنْ زَلَلْتُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْكُمُ الْبَيِّنَاتُ فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (209)﴾ [البقرة:20۹]

ژباړه: که بيا هم تاسي تر هغو څرګندو نخښو (اولارښوونو) وروسته چي (د قرآن او سنتو په واسطه په رڼو دلايلو) دررسېدلي دي، (له سمي لاري کږو لارو ته) وښويېږئ، (د اخلاص او حق له لاري وګرځئ او د شيطان لار واخلئ)، نو په ياد ولرئ چي الله (په خپله واکمني کي په بشپړه توګه) برلاسى (زورور او په اقتدار کي پر ټولو مخلوقاتو د غلبې خاوند)  دى ( هيڅ شى نه ځني پاته کيږي. څوک چي د ده د دين  نصرت کوي د ماتي سره يې نه مخامخ کوي او څوک چي د ده او د ده د دوستانو سره دښمني راواخلي، نو د ده د عذاب سره به مخامخ سي. دغه راز لوى څښتن په خپل امر او نهي کي) د سمي او لوړي کچي پوهي (حکمت) څښتن دى. (هر کار يې د حکمت سره سم دى او هر شى په خپل مناسب ځاى کي ږدي).

دغه راز په دغه قرآن کي د قرآن د ستايني په اړه لولو:

﴿يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ وَيُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (16)﴾[المائدة:16]

ژباړه: د دغه (کتاب؛ يعني قرآن کريم) په ذريعه الله هغو خلکو ته چي د هغه د خوشالۍ (رضا) غوښتونکي دي د سلامتيا
(د دنيا او آخرت له بېري او اندېښنې څخه د امن او امان) لاري ښيي او هغوى (د کفر او جهل) له تيارو څخه (د ايمان او علم) رڼا ته را باسي او سمي لاري (خپل دين) ته يې لارښوونه کوي.

همداراز دا هم بايد له ياده ونه باسو چي (سلام) د لوی څښتن له نومونو څخه يو ښکلی نوم هم دی.

او کله چي د مرګ ژوبلي خبري وي، قرآن کريم داسي خطاب راته کوي: ﴿ وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ . کله چي دښمن سوله وغواړي نو په دغه آيت کي په عامه توګه لارښوونه سوې ده چي د دښمن د سولي غوښتنه دي ومنل سي.

خو پر دې خبره سربېره موږ په قرآن کريم کي بل ډول خطاب هم لولو، چي هغه په دې آيت کي دی:

﴿فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِالخ، په دې مبارک آيت کي مسلمانان دښمن ته له عاجزه کېدو، تسليمېدو او سولي کولو څخه منع سوي دي او خبر ورکړه سوی دی چي که مسلمانان د لوی څښتن لپاره د دښمن سره په جهاد کي رښتيني وي، نو بری د هغو دی.

اوس نو موږ د قرآن کريم د دوو خطابونو يا نصونو په وړاندي اوسو؛ يو يې مسلمان د دښمن له خوا د سولي د غوښتني جواب ورکولو، په سوله کي اوسېدلو او د سولي منلو ته بولي او بل يې مسلمانان له سستۍ، ضعف او په سوله کي له اوسېدلو څخه منع کوي.

د قرآن کريم تفسير پوهان په دې اړه څرګندوني لري او وايي چي دغه دوه آيتونه په ظاهره يو د بل سره په تعارض کي دي. دوی د دې تعارض د دفعي لپاره دوه مسلکه غوره کړي دي:

لومړی مسلک:

د دې مسلک څښتنان وايي چي د ﴿ وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ آيت د توبې د سورې په ۲۹ او ۳۶ آيت او په نورو هغو آيتونو چي د کفارو سره د جګړې امر کوي منسوخ سوی دی. د توبې د سورې ۲۹ آيت دادی:

﴿ قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُوا الْجِزْيَةَ عَنْ يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ (29) ﴾ [التوبة:29]

ژباړه: (اى مسلمانانو! د اهل کتابو، يعني يهودو او نصاراوو) د هغو کفارو سره وجنګېږئ چي  پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان نه راوړي او هغه څه حرام نه ګڼي چي الله او د هغه پيغمبر حرام کړي دي او نه حق او رښتينى دين (اسلام) د خپل دين په توګه مني (نه د اسلام د شريعت حکمونو ته غاړه ږدي، البته که اسلام رانه وړي)، ترهغو(ورسره وجنګېږئ) چي په خپلو لاسونو په ذلت او اېلتيا سره (هغه) جزيه (هغه سړي سر ماليه چي تاسي يې پر ايږدئ) درکړي.

د دغي سورې ۳۶ دادی:

﴿ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (36) ﴾[التوبة:۳۶]

ژباړه: او تاسي ټول يوځاى (يوموټى سئ او يو د بل په مرسته او ملاتړ)  د مشرکانو سره داسي وجنګېږئ ، لکه چي دوى ټول (يو د بل په مرسته او ملاتړ) ستاسي سره جنګيږي. او پوه سئ (باور ولرئ)چي بې شکه الله (په خپل  نصرت او ملاتړ سره ) د پرهېزګارانو ملګرى دى (د هغو کسانو ملاتړى دى چي  د هغه د اوامرو په ترسره کولو او د هغه له خوا د منع کړى سوو چارو څخه په ډډه کولو سره  له هغه څخه بېريږي او د چا سره چي لوى څښتن وي نو هيڅوک نه پر لاسبرى کيږي).

د اسلام په اولنو عالمانو کي قتادة، عكرمة، حسن بصري اوځيني نور دغه آيت منسوخ سوی بولي. د دې آيت د منسوخېدو په هکله له ابن عباس رضي الله عنهما څخه يو روايت هم سته.

دوهم مسلک:

د دې مسلک پيروان په دې اند دي چي دغه دواړه آيتونه محکم دي او يو د بل ناسخ او منسوخ نه دی، بلکي هر يو د يوه بېل حالت په اړه خبري کوي. د ﴿ وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ آيت د هغه حالت په باب دی چي دښمن له مسلمانانو څخه سوله وغواړي، نو مسلمانانو ته ښايي چي غوښتني ته يې جواب ووايي او د سولي خبري ورسره پیل کړي. او د ﴿فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِآيت د هغه حالت په اړه دی چي دښمن سوله نه وي غوښتې او جګړه کوي، خو مسلمانان ابتداءً  د هغو څخه د سولي غوښتنه وکړي، چي دا خبره دغه آيت منع کړې ده او له مسلمانانو يې غوښتي دي چي دا کار ونه کړي، بلکي د ځواک په برابرولو دي ګوتي پوري کړي، د غليم مقابلې ته دي په اسلامي مېړانه ور وداګي او له لوی څښتنه دي د مرستي او بري غوښتنه وکړي او هغه يې خامخا مرسته کوي.

له مسلمانانو څخه د دښمن له خوا د سولي د غوښتني په اړه په حديبيه کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم کړنه موږ ته ډېر ښه لار ښود دی. دغه مهال مسلمانانو د مکې د قريشو سره د جګړې وس درلود، د نبي عليه السلام اصحابو د هغه سره پر مړينه بيعت کړی وو، خو څنګه چي قريشو سولي ته تمايل وښود رسول صلی الله عليه وسلم هم سمدستي سولي ته تمايل وښود او د سولي خبري يې ورسره پيل کړې. پای چي سوله وسوه، نو دغه سوله ډېره مشهوره سوه، خير او فتح مبين وګڼل سوه او اسلام ته يې ډېري ګټي ورسېدې.

موږ چي پوهېږو د قرآن له منهج او د اسلام له زرين تاريخ څخه دا جوتېږي چي اسلام د سولي او امن دين دی، تل يې د سولي د تحقق لپاره هلي ځلي کړي دي، اساساً يې جګړه هم د سولي لپاره وي، قتل او قتال نه خوښوي، ټولي دروازې يې د سولي د راتلو او ټينګښت لپاره پرانيستي پرې ايښي دي. د سولي ژمنو ته په ټينګه درناوي کوي او په اړه يې غدر او خيانت حرام ګڼي.

اوس نو پورته څرګندونو ته په کتو او د ګران هيواد اوسني ګډ وډ او خواشينوونکی حالت او زموږ د خلکو ترخه او له ډول ډول کړاوونو ډک ژوند او د سولي او آرامۍ او کرارۍ په باب د هغو هيلو او د موضوع لوی اهميت ته په پاملرنه پوهان دې پايلي ته رسېدلي دي او وړانديز کوي چي که له بېلو بېلو چينلونو څخه سولي ته د امريکايي چارواکو تمايل ته اشارې وازمايل سي، طالبان په دې اړه سياسي وړتيا وښيي، د پټي خولې نيولو له حالت څخه راووزي، په دې ساحه کي څه پر خوځښت راسي، د عالمانو او پوهانو په مشوره او پر سميع او عليم څښتن تعالی باندي په توکل د دښمن د دغه تمايل په اړه خپل دريځ څرګند کړي ښه به وي والسلام.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د ﴿ وَإِنْ جَنَحُوا ﴾ او ﴿ فَلَا تَهِنُوا ﴾ آيتونو څېړنه او د پوهانو وړانديز

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

د رایې ورکوونکو بایومتریک سیستم یو المانی شرکت تیاروي

د ټاکنو کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي رسنیو ته ...