څو جبهه یي جگړه

نعمان لطیف

گونگوسی داسې دی چې د افغانستان په تړاؤ ټرمپ پر خپله اعلان کړې ستراتېژي پښېمان دی، بلکې غوسه دی او وایي ده ته غلط معلومات ورکؤل شوي ؤ
ټرمپ ته د وروستیو ترتیب شویو خیالي نقشو په ډاډ، ډاډ ورکولای شوی ؤ چې گویا که داسې او هاسې وکړو او یا وشي د افغانستان جگړه مو گټلې ده. اما اوس هر څه چپه خوا روان دي او دجنرالانو خیال پلاؤونو دټرمپ غوسه پارؤلې ده

امریکایان دمسلمان امت په ضد دمیداني جگړې ترڅنگ په څو نورو جبهو کې هم جړه پر مخ بیایي
دمگړۍ افغانستان کې امریکایي جگړه د تر ټولو له خونړي پړاؤ تېرېږي. دا په دې جگړه کې لومړی ځل دی چې دطالبانو تر تسلط لاندې سیمو کې د مېشتو ولسي خلکو کورونه په قصدي ډؤل بمبارېږي او شتمني یې دمال غنیمت په نیت چور کیږي

تر سختو بمبارونو او وژونکې ستراتېژۍ له استعمال را وروسته هم د امریکایانو د بریا خوب اضغاثُ احلام دی او پر خلاف یې مقاومت ورځ تر بلې منظم او غښتلی کیږي.

وجه څه ده؟!
وروسته له هغې چې دحامدکرزي دوخت لوی درستیز جنرال شېراغا کریمي ومنله چې دطالبانو جگړه مذهبي انگېزه لري او هره هغه ډله چې دعقیدې له مخې جگړه کوي، ماتؤل یې ناشوني دي

علماؤ ته دنېکولسن فرمائشات او درباري مُلایانو ته دصلیبي جنرالانو مخه کؤل، د روانې جگړې له جنگیالیو دعقیدوي او مذهبي جگړې انگېزه اخیستل دي.

زموږ په هېواد کې روانه اوږده جگړه له پیله صلیبي ؤه؛ دجگړې پیل له واشنگټن وشو او تر ننه یې ستراتېژي له واشنگټن ترتېبیږي
دجگړې دروان کې دپیسو په زور او لالچ ځوانان کرایه شؤل ترڅو دصلیبي جگړې خس او خاشاک شي او امریکایان ځانونه خوندي کاندي

په وروستیو کلونو کې چې د امریکایانو فزیکي زیانونه له حده زیات شو، دجگړې موده کې روزل شوي اوباشان دملي اردو په نوم دجگړې لومړیو لیکو کې پلي کړی شول، چې ورسره سم دبین الافغاني جگړې اصطلاح متعارف او دورور وژنې گونگوسي پیل شول

غربیانو په ډېر هُنر لومړی صلیبي جگړې ته د ورور وژنې، او بین الافغاني جگړې نوم او رنگ ورکړ او وروسته له هغو یې له روانې جگړې دمذهبي رنگ اخېستلو هڅې توندې کړې
دا اوس چې دلته او هالته مُلایان سره لر او بر کیږي، ددوی ځینې یې دجگړې بدل رنگونه نه ویني او روانه صلیبي جگړه د غرب دتبلیغاتي ماشین رڼا ته تحلیل کوي او ځینې یې بند پاکټونه ترلاسه کوي

موږ چې وایو: امریکایان دمسلمان امت پر خلاف په څو جبهو کې جگړه پر مخ وړي؛ یو اړخ یې له ځوان نسل ددرباري مُلایانو په فتواؤ جهادي انگېزه اخېستل دي.
په اوس کې امریکایان له داسې مذهبي کانفرانسونو دؤې گټې ترلاسه کول غواړي: لومړی دا چې د روان مقاومت مذهبي اړخ تت کاندي او دؤهم په علماؤ دځوان نسل بې باوري زیاته کړي
دواړو صورتونو کې تاوان دمسلمان امت دی او گټه یې غرب خوري

دغرب دگټو لپاره ځینو علماؤ تر دې حده ځانونه سپک کړي دي چې دمسلمان امت دپاشلي، محکوم او معیوب وجود له احواله ناخبره دي خو که له درباره اشاره ورته وشي دستي له ټاپې ټک پورته کړي.
ځینې درباریان محض فلسطین کې جهاد ته قایل دي، ځینې کشمیر کې، ځینې هند کې او ځینې هلمند کې، ځینې کابل کې او ځینې سند کې
بس ددربار اشارو ته انتظار دي، دربار ته یې سترگې نیولي وي او په خورا سپین سترگۍ مسلمان ملیتونو د اسارت په ځنځېرونو تړي

موږ دخپل مقاؤمت لپاره دهیچا شرعي فتوا ته اړ نه یو. موږ اشغال یو، پر موږ برید شوی دی، زموږ خلاف کفر اتحاد او اشر کړی دی، زموږ دگران هېواد ځمکه او فضاء د غرب په واک کې ده او حتی زموږ سرنوشت له غربي سفاراتو ټاکلی کیږي

هو! په دې برخه کې له هر چا سره او هر چېرې تیار یو مناظره وکړو او خپله جگړه عقیدوي جهاد او جائز مقاومت ثابت کړو

زموږ مقاومت نه یواځې له شرعي اړخه ثابت او فرض مقاومت دی، بلکې دنړۍ د همه وضعي قوانینو له رویه هم موږ پر حق یو او دا حق لرو چې د امریکایانو او غلامانو سره یې وجنگېږو

سرچینه: کابل ټکی کام

x

Check Also

«علماء السلطان» / د واکمنو ملايان

عبدالمالک همت “علماء السلطان” (د واکمنو ملايان)، دا يوه اصطلاح ده چي ...