عربستان: حکومت یو مشهور عالم سفر الحوالي ۳زامنو سره بندي کړی دی

(عزم ویب پاڼه):
عربستان: حکومت یو مشهور عالم سفر الحوالي ۳زامنو سره بندي کړی دیعزم: ۱۳۹۷/۴/۲۲- عربستان کې حکومت د خپل هیواد او اسلامي نړۍ په کچه مشهور عالم دکتور سفر عبدالرحمن الحوالي له درې زامنو سره بندي کړی دی.
الجزیرة تلویزون د عربستان د نوموړي عالم د نیول کیدو لامل دا ښودلی چې په وروستیو کې یې د یوه تاره خپاره شوي کتاب په بڼه کې سعودي چارواکو ته دیني نصیحتونه کړي دي.
د سعودي حکومت تراوسه د نوموړي د نیولو پخلی ندی کړی او نه یې له دې مخکې د بندي کړو عالمانو په هکله کوم سپیناوی کړی دی.
شیخ سفر الحوالي د عربي نړۍ یو نوموتی عالم دی چې ۱۹۹۱ز راهیسې د عربستان په خاوره د امریکایي پوځیانو شتون سره مخالفت اعلان کړ.
د ۱۹۸۰-۲۰۰۰ز کلونو ترمنځ موده کې د اسلامي نړۍ ګڼو ملکونو کې خلکو د شیخ حوالي خطبو او دیني تقریرونو ته غوږ نیوه او زده کړه یې ترې کوله.
عربستان تیر یوه کال راهیسې ۱۰۰ څخه زیات هغه عالمان او بزرګان بندیان کړي چې دغه هیواد کې د فحشا او کفري اخلاقو خپرولو په ضد د غږ پورته کولو تمه ترې کېدله.
په دغه ډله کې دکتور سلمان العودة، عریفي او لسګونه مشهور او تکړه دیني عالمان شامل دي.

x

Check Also

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز): احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو ...