طالبانو په پنجشیر کې د بند د نړیدو له امله مصیبت ځپلو سره خواخوږي ښودلې

(محصلین):

د پنجشېر ولايت د پېشغور په سيمه کې تېره شپه د اوبو بند نړېدلی، چې له امله يې تر پنځه سوه د خلکو کورونو ته زيان اووښتی دی.

طالبانو په دې اړه د غمرازۍ پیغام رسنيو ته استولی، چې پکې د يادې سيمې له مصيبت ځپلو سره د خواخوږۍ ښودلو په ترڅ کې له الله تعالی څخه د نعم البدل، صبر جميل او اجر جزيل غوښتنه شوې.

طالبانو په خپلو وسله والو هم غږ کړی چې يادې سيمې ته د مرستو په رسولو کې تر خپلې وسې مرسته وکړي، د هيچا د مرستو رسولو مخه دې نه نیسي، او له مصيبت ځپلو سره دې له هر ډول همکاريو ډډه نه کوي.

طالبانو د خپل پیغام په پای کې د هیواد له شتمنو خلکو، او د بشري خواخوږو او مرستندويه ادارو هم غوښتي چې په دې سيمه کې له مصيبت ځپلو سره هر اړخيزې مرستې وکړي او د نړېدلو کورونو په بيا رغونه کې ورسره مرسته وکړي.

x

Check Also

هلمند كې ټرافيكي پېښې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کلید راډیو): په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ...