ناټو تر ۲۰۲۴ م کال پورې د افغان ځواکونو ملاتړاو مرستې ته دوام ورکوي

(طالب نیوز):

NATO (1)

د ناټو په سرمشریزه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو مالي مرستې ته به تر ۲۰۲۴م کال پورې دوام ورکوي.

په بروکسلز کې جوړه شوې  د ناټو په سرمشریزه غونډه کې چې ولسمشرغني هم په کې ګډون کړی وو د افغانستان اړوند مسایلو باندې خبرې وشوې.

له افغان پلاوي سره له غونډې وروسته ناټو عمومي منشي وویل، ناټو غړي هېوادونه او د افغانستان نور ملګري هېوادونه ژمن دي، چې لږ تر لږه د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

دوه کاله مخکې د وارسا په سر مشریزه کې ناټو هوډ څرګند کړی و، چې تر ۲۰۲۰ کاله به د افغان امنیتي ځواک مالي ملاتړ کوي.

راپورونه وایي چې په غونډه کې پر سوله هم خبرې وشوې او د ناټو غړو هیوادونو استازو د سولې هڅې وستایلي او خپل ملاتړ یې ورڅخه اعلان کړ.

افغان پلاوي هم له ناټو او خپلو نورو نړیوالو ملګرو وغوښتل چې افغان جګړې ته له سیاسي لارې د پای موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

د ناټو مشر ستولتنبرګ ویلي، چې طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو دریځ ملاتړ کوي.

هغه د حکومت پر وسله والو مخالفانو هم غږ وکړ، چې جګړه نه شي ګټلای او دغه کړکېچ ته باید سوله ییزه حل لار وموندل شي.

نوموړي وویل:

موږ به د افغان ځواکونو ملا تړ ته دوام ورکوو، خو اوس زموږ ماموریت هلته په شته شرایطو پورې تړلی دی. هلته زموږ د فعالیت هدف کړکېچ ته د سوله ییز حل موندل دي. موږ د سولې بهیر ته لار هواروو او وسله والو ته مو پیغام دا دی، چې جګړه په زور نه شئ ګټلای.

باید وویل شي د ناټو په سرمشریزه کې د دغه سازمان ځيني غړو هیوادونو افغانستان ته د اضافي سرتېرو استولو اعلان هم وکړ.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان ولس او ډيری سیاستوال په دې نظر دی  چې د افغانستان ټولې ستونزې له بهرني یرغل څخه را ولاړې شوې دی.

دوی په دې باور دی چې که بهرنیان له افغانستان څخه ووزي نو ټولې ستونزې به ورسره له منځه ولاړې شي.

 

x

Check Also

حامدکرزي د سیکانو په مندر کې عبادت وکړ

(محصلین): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندوستان په پنجاب ایالت ...