افغانستان

طالبان: کندوز کې حکومتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

(طالب نیوز):

kandoz
طالب نیوز ــ جمعه (۲۲ / ۴ / ۱۳۹۷) : طالبانو په کندوز کې په پوستو سخت بریدونه کړي، چې په لسګونو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
راپورونه وايي: طالبانو بریدونه د دشت ارچي ولسوالۍ په ځينې سیمو کې د عسکرو په یو بیس او له لسو زیاتو پوستو باندې کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي: جګړه لا جریان لري، چې طالبانو پکې تر اوسه یو بیس او ۱۵ پوستې په ټولیزه توګه نیولې.
نوموړي ویلي: په نښتو کې د ټولي مشر سفر محمد په ګډون له ۷۰ تنو څخه زیات عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي، چې کره شمېره یې نه ده معلومه.
مجاهد زیاته کړې: په یادو ۷۰ تنو کې ۶۵ تنه عسکر يې په بیس کې ووژل شول او ۷ تنه نور بیا په پوستو کې وژل شوي.
د مجاهد په وینا: په جګړه کې ۴ ټانګونه او ۴ عرادې رینجرې هم ویجاړې شوې، همداراز یو شمېر مهمات یې هم نیولې، چې پکې پيکا، هاوان، درازنوف او اېم ۱۶ ټوپکونه دي.
زلمی احساس

Tags