لوبې

سریلنکا د جنوبي افریقا خلاف په دام کې د ګیریدو څخه بچ شوه 

د سریلنکا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د ټیسټ لوبو لړۍ په لمړۍ سیالۍ سره پیل شوې ده، چې پکې سریلنکا لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ټولې ۲۸۷ منډې جوړې کړې.

د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې لخوا کرونارا تاني د جنوبي افریقا خلاف د لوبې تر پای تسلیم نشو، خو په نورو لوبغاړو کې بل هیڅ کوم تر ۲۵ او ۲۶ منډې زیاتې جوړې نکړې.

کرونارا تاني د لوبې ترپایه په ۱۵۸ منډو ناسوځیدلی پاتې شو، چې په توپ وهنه کې یې ۱۳ څلوریزي او یوه شپږیزه شامله وه.

سریلنکا لوبډلې د ۲۸۷ منډو جوړلو وروسته د لوبې لړۍ په لمړۍ ورځ د جنوبي افریقا لوبډلې ته پریښوده، چې پکې جنوبي افریقا هم ښه پیل نه لري.

افریقا لوبډلې د لمړۍ منډو جوړلو وروسته لمړنی پیلیز لوبغاړی مارکرم بایللی دی په ۴ منډو سره د لوبې لمړۍ ورځ پای ته رسیدلې ده.

د لوبې لا هم څلور ورځې پاتې دي، چې پکې د سریلنکا ترڅنګ جنوبي افریقا هم د دویم ځل توپ وهنې موقع لري.

سرچینه: یاران