لوبې

انګلستاني کپتان د هندۍ لوبډلې خلاف په خپلې کمزورتیا اقرار وکړ 

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ایون مورګن د هندوستان خلاف په لمړۍ ۵۰ اریزه سیالۍ کې د ماتې وروسته د خپلې لوبډلې په کمزورتیا اقرار وکړ.

د نوموړي په وینا لوبډله یې باید د سپین بالینګ خلاف پیاوړې شي، تر څو د لوبې د بریاوو مخه ډپ نشي.

ایون مورګن وروسته له هغې د سپین بالینګ خلاف د خپلې لوبډلې د کمزوتیا په اړه خبرې وکړې، چې د هندوستان خلاف ۲۰ اوریزه سیالیو کې د ماتو وروسته یې په لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ کې هم ماتې ومنله.

په دې سیالۍ کې انګلینډۍ لوبډله د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې د ځوان سپین بالر کولدیف یاداو د بالینګ خلاف یو ځل بیا د ستونزو سره مخ شوه او پرلپسې ډول یې انګلستاني لوبغاړي له میدان نه رخصت کړل او ټوله لوبډله په ۲۶۸ منډو سره وسوځیده، په داسې حال کې چې انګلستان د لوبې په لمړیو ۱۰ اورونو کې تر ۷۰ زیاتې منډې جوړې کړې وې.

یاداو په دغه سیالۍ کې د ۲۵ منډو په ورکړې سره ۶ لوبغاړي وسوځول او له دې وړاندې یې هم په ۲۰ اوریزه سیالۍ کې ۵ لوبغاړي سوځولي وو.

د دوړاو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په ترسره شویو ۴ لوبو کې ۳ لوبې هندوستان ګټلې دي او یوازې یوه لوبه یې انګلستان په خپلې بریا سره پای ته رسولې ده.

سرچینه: یاران