د پاکستان او زیمبابوې ترمنځ د ۵ سیالیو سیریز نن پیلیږي 

په زیمبابوې کې د پاکستان او خپله د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ نن پیلیږي.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۵ پنځوس اوریزه سیالۍ داسې مهال پلان شوې دي، چې همدا تیره اونۍ په زیمبابوې کې د اسټرالیا، پاکستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اوریزه سیالیو ۳ اړخیز سیریز پای ته ورسید.

په دغه سیریز کې زیمبابوې د خپل کوربه توب څخه هم ګټه پورته نکړه او پای لوبې کې اسټرالیا د پاکستان سره مخامخ شوه، چې پکې پاکستانۍ لوبډلې په اسټرالیا هم بریک ونه نیو.

پاکستان په وروستي درې اړخیز سیریز کې د اتلولۍ خپلولو سره د زیمبابوې خلاف ۵۰ اوریزه سیالیو کې هم پیاوړی ښکاري، خو د زیمبابوې ارادې هم بدلیدلی شي.

د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې په وروستي سیریز کې د ماتو یو علت دا هم و، چې د رسمي لوبډلمشر ګریم کریمییر ترڅنګ پیاوړو لوبغاړو برینډن ټایلر، سکندر رضا او نورو د دغه کرکټ بورډ سره د پخوانیو معاشاتو پرسر پریکون وکړ.

زیمبابوې لوبډله د دغه ماتو سره سره بیا هم د پاکستان خلاف د دغه پیاوړو لوبغاړو په نشتون کې مخامخ ده، چې پاکستان لا د وړاندې زیری دی.

برینډن ټایلر، سکندر رضا او ګریم کریمییر د زیمبابوې د کرکت د کلیدي لوبغاړو له ډلې څخه دي، چې پرې دغه لوبډله ډير حساب کولی شي، خو اوس داسې هیڅ هم نه ښکاري، چې زیمبابوې لوبډله دې پاکستان ته په نویو لوبغاړی سرخوږی جوړ کړي.

سرچینه: یاران

x

Check Also

د راشد خان د کلیزې جوش بنګله دیش مات کړ، د جمعې په ورځ د پاکستان وار دی

یاران سپورټ  د اسیا جام په سیالیو کې افغانستان خپله دویمه او ...