ګډوځواکونو په پکتیا او ننګرهار کې ۴۱ ولسي وګړي وژلي

(کابل ټکی کام):

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۲)

راپورونه وایي چې د امریکایي ځواکونو په ملتیا د هغوی اړوند دوو ځانګړو قطعو په پکتیا او ننګرهار کې لسګونه ولسي خلک وژلي چې لوی اکثریت یې ښځې او ماشومان تشکیلوي .
خبرونه وایي، د خوست ولایت د کمپیان ځواکونو د امریکایانو په ملتیا تیره ورځ په زرمت ولسوالۍ کې پراخ عملیات کړي او د یوې کورنۍ د ټولو غړو په ګډون یې ۳۵ ولسي خلک وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.

سرچینې زیاتوي امریکايي الوتکو او کمپیان ځواکونو د زرمت ولسوالۍ په شمولزیو سیمه کې د عامو خلکو پر کورونو بمبار کړی چې د حاجي خاصدار په نامه د یوه کس کور يې مکمل ویجاړ او په کې میشت تر ۱۵ پورې د کورنۍ غړي یې چې زیاتره یې ښځې اوماشومان دي وژلي.

سیمیز خلک وایي، کله چې دوی د شهیدانو د را ايستلو په موخه سیمې ته ورغلل دوهم ځل بیا پرې بمبار وشو چې ۲۰ تنه نور کلیوال وګړي یې ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

لومړني معلومات ښیي چې په دې بریدونو کې د وژل شویو ولسي کسانو شمیره ۳۵ تنو ته رسیدلی او تپیان دي د لسګونو په شاوخوا کې دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، په دې بریدونو کې یې ۷۴ طالبان وژلي او هغوی ته یې پراخ مالي زیان هم اړولی.

په ورته وخت کې د صفر یک قطعې ځواکونو د امریکایانو په ملتیا د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې په بازار کې لومړی ۶ تنه د پمپ ساتونکي او دوکانداران وژلي بیا یې په دکانونو کې خوراکي او نور توکي چور کړي او ۲۲ عرادې موټر یې سوځولي همداراز خلکو ته یې د میلونونو افغانیو په ارزښت مالي زیان اړولی .
دغه راز د صفر یک قطعې په ډزو ۴ دکانداران مرګوني ټپیان دي
.
طالبانو بریدونه ستر جنایت بللی او ویلي یې دي چې “د ټرمپ د ناکامې ستراتژۍ د تطبیق په لاره کې امریکايي اشغالګر او دهغوی داخلي مزدوران د ملکي خلکو په کورونو، بازارنونو، کلینیکونو، مساجدو، مدارسو او نورو عام المنفعه ځایونو بریدونه او بمبارونه کوي او غواړي په داسې وحشتونو خپله ناکامه ستراتژۍ بریالي کړي“
طالبانو ګواښ کړی چې،  پر ولسي خلکو د دې ډول بریدونو غچ به اخلي

 

 

x

Check Also

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز): احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو ...