اسټرالیا له افغان هوایي ځواکونو سره د مرستو ژمنه وکړه

(خامه پریس):

د اسټرالیا دفاع وزیرې مرایس پین د ناټو مشرانو ناستې په ترڅ کې له افغان هوايي ځواکونو د تازه مرستو ژمنه وکړه.
نوموړې زیاته کړه، چې اسټرالیا به د افغان هوایي ځواکونو په ملاتړ او د بلک هاک هلیکوپټرو له پروګراما سره د مرستې په موخه ۲۰ منسوبین افغانستان ته واستوي.
د اسټرالیایي ورځپاڼو د راپورونو له مخې، اغلي پین دا هم ویلي چې اسټرالیا به د افغان هوایي ځواکونو د Mi-17 الوتکو د ساتلو په موخه خپلې مالي مرستې جاري وساتي.
د اسټرالیا دفاع وزیرې زیاته کړه چې هېواد یې تر اوسه د افغان هوایي ځواکونو Mi-17 الوتکو د ساتلو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو مالي صندوق له لارې ۵۲۰ میلیون ډالر ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په موخه افغان حکومت او د افغانستان متحدینو خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وایي د افغان هوایي ځواکونو جوړښت به تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې لا پراخه شي او نورو تجهیزاتو له ورکولو سره د دغو ځواکونو شمېر به یې تر درې برابره زیاتې شي.

x

Check Also

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز): احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو ...