یو امریکایی عسکر د جګړې پر مهال وژل شوی دی

(عزم ویب پاڼه):
 
عزم(جمعه، ۲۲ چنګاښ ۱۳۹۷) د ناټو ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یو بل امریکایي عسکر د جګړې پر مهال وژل شوی دی.
یاده خبرپاڼه کې د وژل شوي عسکر او د هغه د وژنې د ځای په اړه معلومات ندي ورکړل شوي.
امریکایي ځواکونو د خبر مطابق په لنډو څو ورځو کې دا دوهم امریکایي عسکر دی چې وژل کیږي.
څو ورځې وړاندې امریکایی افسر جوزف میکل د ارزګان ولایت کې د یو افغان عسکر له لوري د روزنې پر مهال وژل شوی وو، چې وژونکی عسکر طالبانو خپل نفوذي ملګری بللی وو او د وژل شويو امریکایي عسکرو شمیر یې څلور تنه ښودلی وو.
که څه هم بهرنیان کوشش کوي چې د جګړې له ډګره ځان وباسي او خپل فعالیت د دوی د نظامي اډو دننه وساتي او افغان سرتیري د مرګ په خوله کې ورکړي، خو اوس یو ځل بیا د دوی د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې.
د طالبانو د الخندق عملیاتو څخه وروسته دغې ډلې د بهرنیو ځواکونو پر وژنې او بریدونو کې زیاتوالی راوستی چې له دې سره سم یې مرګ ژوبله هم زیاته شوې.

x

Check Also

ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک کارولو هرکلی وکړ

(عزم ویب پاڼه):   عزم(شنبه، ۳۱ وږی ۱۳۹۷) د ولسي جرګې غړیو ...