پکتیا: درنې بمبارۍ ۷۲ تنه شهیدان کړل

(عزم ویب پاڼه):
عزم: ۱۳۹۷/۴/۲۲- پرون ورځ او تیره شپه د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو ناڅاپه درنه بمباري کړې او د خلکو ګڼ کورونه یې نړولي او لسګونه تنه وژلي دي.
د تفصیلاتو له مخې، امریکايي الوتکو او ځمکنیو ځواکونو پرون د زرمت ولسوالۍ په شملزیو سیمه کې د خلکو په کورونو درنه بمبارۍ پیل کړه او هر هغه کس یې په نښه کوه چې خوځیده.
د سیمې خلک شکایت کوي چې دغه بمباریو د حاجي خاصدار په نامه د یوه کلیوال بشپړ کور نړولی او تر ۱۵ پورې د کورنۍ غړي چې زیاتره ښځې اوماشومان دي شهیدان کړي دي.
د شملزیو خلک وایي چې، له پیښې سمدستي وروسته  نور کلیوال له خاورو خځلو څخه د شهیدانو را کښلو لپاره ورغلل، خو الوتکو په هغوی هم درنه بمباري وکړه.
د خلکو د وینا په اساس، یواځې پدې دواړو پیښو کې د شهیدانو شمیر ۳۵ تنو ختلی او لوی تعداد نور خلک  ټپيان شوي هم دي.
همداراز، پرون ورځ او تیره شپه د الوتکو او پلیو ځواکونو لخوا په سیمه کې ګرځبندیز لګیدلی وه او هر خوځیدونکی بنیادم یې له هوا او ځمکې څخه په نښه کوه او واژه.
نانایید شوي تازه راپورونه وایي چې پرون ورځې او شپې د بمباریو د مرګ ژوبلې شمیر ۷۲ تنو ته ختلی دی.
د سیمې خلک وایی چې د بمباریو درد او غم یوه خوا، خو دا چې د شهیدانو او زخمیانو پورته کولو ته نه پریښودل کیدل بیخي دردوونکی او نه هیریدونکی تکلیف او غم وه.
دوی وایي چې زیاتره زخمیان لدې کبله هم شهیدان شول چې په ساعتونو ساعتونو ترې وینې وبهیدلې خو د مرستې ورکولو اجازه نه ورکول کیدله.
ددې بمبارۍ له کبله ګڼ شمیر خلکو ګواښ کوه چې د خپلو شهیدانو او زخمیانو انتقام به خامخا اخلي ځکه ددوی په وینا، ګډ حکومت یې هیڅ پروا نه کوي او امریکایی قاتلین یې ددوی وژلو ته را حشر کړي دي.
دا لومړی ځل ندی چې ګډ ځواکونه هیواد کې داسې یومخیزه عام وژنه کوي. لدې درې ورځې مخکې یې په خوست، ننګرهار، لوګر، فاریاب، هلمند، اروزګان، وردګ، کندز او ګڼو ولایتونو کې یې په تکراري ډول دغسې پیښې ترسره کړي خو تراوسه نه دا چې کمی ندی راغلی، بلکې هره ورځ دغسې پیښې په زیاتیدو دي.

x

Check Also

هلمند كې ټرافيكي پېښې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کلید راډیو): په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ...