کوزه پښتونخواه کې د پخواني وزیر اعلی په کاروان بمې چاودنه شوې ده

(ټرایبل نیوز):
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې د جمعيت علما اسلام (ف) ډلې د يو مشر اکرم خان دراني په کاروان بمي چاؤدنه شوې خو نوموړی پکې روغ وتی او لږ تر لږه اووه نور کسان پکې ژوبل شوي دي.
د بنو پوليس د چاؤدنې پخلی کړی او او ويلي يې دي ابتدايي رپوټ دا دی چې د سړک غاړې ښخ بم چاؤدلی او نورې پلټنې پېل کړی شوي دي.
په چاؤدنه کې ژوبل کسان د بنو روغتون ته وړل شوي او چارواکو ويلي په روغتون کې بېړنی حالت په ځای کړی شوي دي.
د جمعيت علمااسلام (ف) ترمخه په اکرم خان دراني باندې د بنو په هوېد علاقه کې هغه وخت چاؤدنه شوې چې د هغه کاروان د انتخابي کمپاين په سلسله کې روان ؤ.
اکرام خان دراني د بنو نه د قامي اسمبلۍ د حلقه اېن ای ۳۵ نه د (متحده مجلس عمل) کانديد دی.
په اکرم خان دراني دا چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې د نهې، سه شنبې په شپه د پېښور په يکه توت سيمه کې د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر او پي کي ۷۸ حلقې په کانديد هارون بشير بلور باندې دانتخابي جلسې په مهال ځانمرګی بريد شوی ؤ.
په دغه بريد کې د هارون بلور سره ۲۱ تنه وژل شوي وو.
په هارون بلور د ځانمرګي بريد زمه واري پاکستاني طالبانو منلې ده.
څو ورځې وړاندې دپاکستان د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې (نېکټا) د اکرم خان دراني په ګډون د پينځه ؤ پښتنو سياستمدارو نومونه ویلي ؤ چې دوی ته د ترهګرو ګواښونه دي.
د اکرم خان دراني سره د عوامي نيشنل ګوند مشران اسفنديار ولي خان او حېدر خان هوتي، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاؤ او پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان نومونه ويل شوي وو.

x

Check Also

ټرمپ پوتین ته: نړۍ زموږ ترمنځ ښې اړیکې غواړي

د امریکا ولسمشر ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره پرون ...