مېمله کې یو ځل بیا افغان ځواکونو ۶ ملکیان وژلي‌

(نړۍ نیوز):

د ننگرهار په خوږیاڼو کې افغان ځواکونو په هغه سیمه کې یو ځل بیا عملیات کړي،‌ چې دوه ورځې وړاندې یې په کې ۴ ملکیان وژلي‌ وو او په نننیو عملیاتو کې یې هم ۶ ملکیان وژلي دي.

د ننگرهار ولایت ویاند عطاالله خوږياڼي هم منلې چې د خوږیاڼو په مېمله کې د عملیاتو پر مهال ۶ ملکیان وژل شوي‌ او درې شکمن کسان د امنیتي‌ ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د ولایت ویاند وایي، د عملیاتو موخه وسله‌والو وو،‌ چې زیان هم ورته اوښتی او ۱۸ موټر او ۶ موټرسایکل ېې هم سوزول شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي، په وژل شویو کسانو کې یو پولیس هم شامل دی، چې د رخصتۍ لپاره کورته راغلی و.

د نواب خان په نوم یوه کس ویلي، چې امنیتي‌ ځواکونو په لوی کلي کې د علاوالدین په نوم هټیوال او د نور وهاب په نوم یو پولیس چې په رخصتۍ کورته راغلی و وژلي دي.

د نوموړي‌ په وینا د عربانو بازار کې د تیلو د یوه پمپ څلور مزدوران هم په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

یو شمېر نورو کسانو هم ویلي، چې د امنیتي سرتیرو په عملیاتو کې ملکیانو ته مرگ ژوبله اوښتې او وسله‌والو ته هیڅ‌ زیان نه دی اوښتی.

x

Check Also

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز): احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو ...