پکتیا کې د طالبانو سرې قطعې وسله والو او پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

(خامه پریس):

په پکتیا ولایت کې چارواکي وایي پر احمد اباد ولسوالی د طالبانو د سرې قطعې وسله والو ډلییز برید په غبرګون کې افغان امنیتي ځواکونو هوایي او ځمکنی بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۵ وسله وال وژل شوي.
د پکتیا ولایت مقام پرون ماسپښین په یوه بیان کې ویلي و چې د لومړنيو مالوماتو له مخې د احمد ابا ولسوالۍ په څپړۍ او بر مچلغو سيمو کې د افغان ځواکونو سره د نښتې او هوايي بريدونو په پایله کې ۵۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي، او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتويو چې په وژل شویو کې د وسله طالبانو د سرې قطعې ګڼ جنګیالي او لوړ پوړي قومندانان هم شامل دي. د هوايي بريدونو او کومکي ځواکونو له رسېدو وروسته وسله وال طالبان د ځايي خلکو په کورنو کې پټ شوي او ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي. په دغو بريدونو کې د مخالفينو ګڼ شمېر مهمات، سپکې او درنې وسلې او نقليه وسایط هم له منځه تللي دي.
په همدې حال کې د پکتیا د امنیې قوماندانی ویاند سردار ولي تبسم وایي د نښتې په ترڅ کې ۴ پولیس سرتېري هم خپل ژوند له لاسه ورکړي او ۷ نور ټپيان دي.

x

Check Also

هلمند كې ټرافيكي پېښې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کلید راډیو): په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ...