غزنی: د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه شوې.

(طالب نیوز):

ghazni walayat

طالبانو خبر ورکړی دی چې تیره شپه شاوخوا ۱ بجه د  غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند راده سیمه کې د د حکومتي عسکرو په قرارګاه  د دوئ سرتېرو برید کړی چې په پایله کې ئې ورته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبان وایي په دغه بریدکې  ۱ ټانګ او د قرارګاه ۳ برجونه په ټولیزه توګه ویجاړشول.

او همدا راز ۱۳ تنه عسکر ووژل شول، ۷ تنه نور ټپیان دي.

طالبانو ویلي  قرارګاه ته په راتلونکې کومکي  قوې هم مجاهدینو برید وکړ، چې په پایله کې یې ۱ ټانګ ویجاړ، عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د درې طالب سرتېرو ټپي کېدل هم منل شوي دی.

ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.

x

Check Also

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز): احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو ...