د زرمت دردوونکی منظر

ليکنه: حمزه هجران زرمتی

پیدا مو کړ؟ څو شوه؟ نه فعلا هم تر خاورو لاندی دي

ډیر مه راځئ دلته زنانه تر خاورو لاندی دي،

هاغه ستا تر پښو لاندی د ماشوم سر ښکاری!

دا د سپین ږیري بابا د بدن نیمه حصه ځانته کړئ، له هغه نورو غوښو سره یې مه یو ځای کوئ!

څنګه؟ له مکتب نه مو څو ماشومان له خاورو لاندې را بهر کړل؟

ورور یې داسې مه خبروئ چی ټول کور یې بمبار شوی، دوه واړه ماشومان وریاد کړه، مسافر دی زړه به یی له غمه وچوي.

ملا صیب ته ووایه چی راشي دا ۱۹ جنازی تیارې دي چې خاورو ته یې وسپارو.

لږ صبر کاکا هاغه د ۵ ماشومانو جنازی دي، چې را ورسیږی، په یو ځای به د جنازی لمونځ وکړو.

هغه د بر کلی د خټګرو قبرونه مو وکیندل؟ هو! هغه خلاص شول، یوازې مورکۍ یی په اخیري ديدن زړه ټکوروي، ځکه همدا یې د رزق د ګټلو زریعه وو.

خورکئ لږ صبرکړه! کله مو چې له خاورو را بهر کړل، بيا هلته کور ته جنازې دروړو. مهرباني وکړه دلته خلک دي د سر ویښتان مو مه شکوه! چې بي صبري رانه شي.

دا او دې ورته ساندې نن د زرمت په ډېرو کلیو کې د مفکر د ظلم له امله تکرارېږي آه خدایه زموږ د مظلوم ولس انتقام زمونږ په ژوند کې له دغو کافرانو واخلې!

سرچینه: محصلین

x

Check Also

سپينې ماڼۍ له ‌‌طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو امر کړی دی

مجيب مشعل او اېرک سکميت – نيويارک ټايمز/ ژباړن: نورالحق حيدر د ...