د نکاح برکتي مراسم او پکي یو مشهور غلط رواج

لیکوال:مولوي محمد(زکریا)

((ددې ليکني ضرورت ځکه پيدا سو چي په معصر زمان کي له دین څخه زیات غفلت او ناخبري موجوده ده، او له يو داسي ضروري مسآئلو څخه عوام غافل دي چي آن ددوی له آخيرت سره تړاو لري، نو ځکه بايد دا ليکنه لومړۍ شخصاً خپله مطالعه او بيا يې تر نور اُمت مسلمة پوري ورسوو)).

محترمينو! د نکاح مراسم د برکت او مراسم دي، خو متاءسفانه چي همدا د برکت مراسم ځينو له دين څخه ناخبره مسلمانانو د ګناه په مراسمو بدل کړي چي پکښي یې له شریعت سره مخالف اعمال و افعال ترويج کړي. د همدې غلطو رواجونو څخه يو هم د وآده په لومړۍ شپه هغه ډول غلط او د بې عزتۍ رواج دی چي په عامه اصطلاح ورته (اینمصحف) هم وايي او زوم و ناوې پر سټېج ولاړ وي او د زوم د آکا یا ماما زامن ورباندي راګرځېدلي وي او د زوم وه ښځي ته ګوري. (العياذبالله)

محترمينو! دا کوم غيرت دی چي خپله ښځه د آکا، ماما يا په نورو نامحرمو کسانو ويني.؟؟!! (سبحان الله)
فناه غواړو له داسي غيرت څخه!
د آکا، ماما، خاله او عمه زامن ټول دې ناوي لره شرعاً بېګانه بلل کېږي، ددې کسانو او د کوڅې د کسانو هيڅ فرق نسته.! نو دا به کوم غيرت قبلوي چي په پرديو خلګو خپله طاهره او پاکه بي بي ويني؟؟! هغه کسان چي يوه ذره غيرت ولري دا کم همتي نه قبلوي، نو ولي بايد داسي ناوړه له انسانيت، غيرت او همت څخه مخالف عمل ترسره کړو؟! ولي له خپل دين څخه دومره په لوړه اندازه غافل پاته يو؟!

خېر علي کل الحال! هيڅ يوه نارينه ته دا رواه نه ده چي نامحرمي ښځي ته وګوري او هيڅ يوې ښځي ته دا رواه نه ده چي نامحرم کس ته وګوري. لکن بالتاءسف باید ووایم چي په نني ودونو کي دواړي ډلي د الله جل وعلا له دې عظیم امر څخه نافرماني کوي، نو چي په دومره برکتي مراسمو کي د خپل خالق جل جلاله اوامر تر پښو لاندي کړي، نو بيا به ددې نکاح برکت څه وي؟، ټول ژوند به یې یو له بل څخه په شکايت او ناراضه ګۍ کي تېرېږي، چي بالآخره تر منځ یې جدائي او بېلتون رامنځته سي او يوه لويه کورنۍ او آرمانونه له منځه ولاړ سي!!!

دین اسلام هیڅکله هم د انسان بد نه غواړي،بلکي هغه کسانو لره خوشحالي ده چي هغوی د اسلام مبارک دین په مکمله توګه عملي کړی. نو لهذا دا معصر د (اینمصحف) کولو طریقه او رواج بالکل نارواه او له شریعت سره مخالف دی.
خو دلته زموږ مطلوب دا نه دی چي مستقيم (اينمصحف) نارواه دی،بلکي (اینمصحف) خو شرعاً رواه دی،لکن دا کوم غلط رواج د (اینمصحف) چي موږ يې په معاشره کي لرو له شریعت او انسانيت څخه مخالف دی.
نو زموږ په اصطلاح (ایمنصحف) بايد چي پر خپل شرعي طريقه وکړل سي، لوی لوی برکات به پکښي موجود وي چي صرف د زوم مور، خور او خواښې موجود وي او په عزت او عيفت کي دا مراسم ترسره کړل سي نو لومړۍ به مو د خپل حبیب صلي الله علیه وآله وسلم او د الله جل جلاله اوامر پر ځای کړي وي او په ضمن کي به مو د یوه نېکمرغه ژوندون ابتداء هم کړې وي. خو داچي ابتداء يې د الله جل جلاله په نافرمانيو سره وي نو مستقبل به له غمونو او خواشنيو سره مخ وي.
الله جل جلاله دي ورباندي د عمل کولو استقامت رانصيب کړي.
البدآئع الصنآئع جلد ۵ صفحه ۱۲۱
ذيلعي جلد ۶ صفحه۱۷
مشکوة المصآبیح صفحه ۲۶۹ کتاب النکاح

سرچینه: عزم وېبپاڼه

x

Check Also

په فاسدو مجلو او وېب سایټونو کې د کار کولو حکم

لیکنه: فضل الله (ممتاز) ژباړن: محمد خالد (ملکزی) له ګرانو مینه والو ...