زرمت کې د وسله‌والو تر څنگ ګڼ‌ ملکیان وژل شوي

(نړۍ نیوز):

تېره شپه د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هوايي‌ بریدونه شوي،‌ چې نړۍ نیوز په لومړي سر د سیمې د خلکو له قوله د ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکړ؛ خو اوس دفاع وزارت وايي، چې وژل شوي کسان طالبان دي.

تازه د زرمت ولسوالۍ عبدالحکیم وزیري هم نړۍ نیوز ته ومنله چې په زرمت کې د وژل شویو کسانو په منځ کې ښایي ملکي وگړي‌ هم وي؛ خو هلته د طالبانو لویه غونډه او لویه برخه وژل شوي کسان طالبان دي.

د زرمت ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي سیال نړۍ نیوز ته د ټلفون په لیکه وویل، چې په زرمت ولسوالۍ کې د خوست، پکتیکا او خپله د پکتیا ولایت له استقامته تېره مازیگر هوايي‌ او ځمکني عملیات پيل شول، چې طالبانو او ملکیان دواړه په کې وژل شوي.

دی وایي، له الوتکو څخه یو کور په نښه شوې، چې لږ تر لږه ۱۶ کسان چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي وژل شوي دي.

حاجي سیال وايي،‌ که حکومت دغه ډول بې پروا بریدونه کوي نو بیا د د ولس لمن پرېږدي تر څو ولس په خپل برخلیک پوه شي.

ځینو ځايي‌ خبریالانو هم ویلي، چې په زرمت کې د وژل شویو کسانو لویه برخه يې ملکي وګړي دي.

خو د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش وايي،‌ چې په پکتیا کې د ځمکنیو او هوايي‌ بریدونو پر مهال لږ تر لږه ۷۴ طالبان وژل شوي دي.

دی وایي، په وژل شویو کسانو کې د حقاني شبکې او طالبانو مهم غړي‌ هم شامل دي.

په ورته وخت کې یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي، چې د زرمت لپاره د طالبانو ټاکل شوی ولسوال، د حقاني شبکې مهم غړي او گڼ طالبان د وژل شویو کسانو په ډله کې دي.

طالبانو بیا په یوه خبرپاڼه کې د زرمت پېښه وحشت بللی او وژل شوي‌ کسان یې ملکیان یاد کړي.

x

Check Also

هلمند كې ټرافيكي پېښې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کلید راډیو): په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ...