مستونګ: پر ټاکنیزې غونډې د چاودنې له امله ۸۵ تنه وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۷ل): د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې نن د جمعې په ورځ د بلوچستان عوامي ګوند پر ټاکنیزې غونډې چاودنه شوې چې له امله یې د وروستیو راپورونو پر اساس تر اوسه ۸۵ تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي.

سراج رئیساني

په چاودنه کې د بلوچستان پخواني وزیر اعلی محمد اسلم خان رئیساني ورور سراج رئیساني هم تر ټپي کېدو وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو سره سم د غونډې څخه د وتلو پر مهال د رئسیاني پر موټریز کاروان چاودنه وشوه.

د چاودنې په اړه ویل کیږي چې د سرتیري برید په واسطه را منځته شوې او هدف یې هم سراج رئیساني و.

د بلوچستان وزیر اعلی علاوالدین مري د مستونګ د امنیتي چارواکو څخه د پيښې په اړه تفصیلي راپور غوښتی او ویلي يې دي چې دغه برید په بلوچستان کي د ټاکنو د سپوتاژ کولو یوه هڅه ده.

باید وویل شي چې دا دریم لوی برید دی چې په پاکستان کې پر ټاکنیزو غونډو تر سره کیږي.

نن د جمعې په ورځ د خیبرپښتونخوا په بنو ښار کې د پخوانی وزیر اعلی او جمعیت علماء اسلام مخکښ مشر اکرم خان دراني باندي هم د ټاکنیزي غونډې څخه د وتلو پر مهال چاودنه شوې چې له امله یې نوموړي ته زیان نه دی اوښتی خو څلور تنه وژل شوي او ۳۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

باید وویل شي چې تېره اونۍ په پيښور کې د عوامي نیشنل ګوند پر ټاکنیزي ناستې چاودنه وشوه چې له امله یې د دغه ګوند یوه مشر هارون بلور په ګډون ۱۹ تنه ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول.

د پاکستان عمومي پارلماني ټاکنې د رواني جولاي میاشتي پر ۲۵مه نیټه تر سره کیږي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: مستونګ: پر ټاکنیزې غونډې د چاودنې له امله ۸۵ تنه وژل شوي دي

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

پاکستان کې د ټولټاکنو د شفافیت په اړه یو لړ پوښتنې رامنځته شوي

(ټرایبل نیوز): د پاکستان انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي د حکومت سره په ...