خبرونه نړۍ

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې غبرګو چاودنو لسګونه کسان ووژل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۲)

د پاکستان په دو آیالتونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ټاکنو ته ولاړ دوه کاندیدان په نښه شوي.
نن ماسپیښین مهال د جمعیت علمای اسلام ډلې له خوا نومول شوي کاندید اکرم دراني کاروان په نښه شو.

نوموړی چې په بنو کې د یوې انتخاباتي غونډې وروسته خپل کور ته ستنیده ، چاودنه وشوه چې ۳ کسان په کې ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول، په چاودنه کې درانی ته کوم زیان نه دی اوښتی.
اکرم خان درانی د پاکستان د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره د تحریک انصاف پاکستان ګوند مشر عمران خان پر وړاندې ټاکنو کې سیالي کوي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې نن د بلوچستان آیالت د رینګړ سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند د کاندید سراج ریساني پر کاروان چاودنه شوی.
لومړني راپورونه وايي، په دې چاودنه کې د نوموړي ۳۰ پلویان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
وروستي خبرونه ښیي چې رئیساني هم په دې برید کې له خپلو ټولو همکارانو سره یوځای وژل شوی.
د بلوچستان د روغتیا ایالتي وزیر فضل کاکړ وایي، د ډیرو ټپیانو حالت نازک دی او ښایي د وژل شویو شمیره نوره هم پورته شي.
سراج ریساني د پخواني اعلی وزیر اسلم ریساني ورور او د عوامي نیشنل ګوند نوماند او د حکومت پلوې څیره بلل کیده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه غونډه هم ورته برید وشو چې د بشیر بلور په ګډون یې ۲۱ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

سرچینه: کابل ټکی کام