د پاکستان خیبر پختونخوا ایالت پر پخواني والي چاودنه شوې

(عزم ویب پاڼه):
 
عزم(جمعه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۷) نن د جمعې پر ورځ د پاکستان خیبر پختونخواه ایالت بنو سیمه کې د دغه ایالت پر پخواني اعلی وزیر او د جمیعت علماء اسلام فضل الرحمن ګوند نوماند اکرم دراني پر کاروان چاودنه ترسره شوې.
چاودنه کې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۴ تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
چاودنه د اکرم دراني موټر ته څیرمه رامنځته شوې خو د هغه په اړه ویل شوي چې له چاودنې روغ وتلی او چاودنه کې زیان ندی ورته اوښتی.
په بنو کې د پولیسو یو افسر خرم راشد رسنیو ته ویلي، چې چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله هغه مهال ترسره شوې کله چې د دراني موټر له سیمې نه د تیریدو په حال کې و.
تر اوسه کومې ډلې د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ دی چې د تېرې دوشنبې په ورځ د عوامي ملي ګوند نوماند هارون بیلور هم په یوه چاودنه کې وژل شوی وو.

x

Check Also

پر ایراني پوځ د برید مرګ ژوبله تر ۵۰ اوښتې ده

د ایران په اهواز ښار کې پر نظامي پرېډ د وسله وال ...