نظر او تحلیل

صلیبي توطئې د تاریخ په اوږدو کې!

لیکوال:عطاءالله مبارز

هغه ناسته پای ته ورسېده چې د روانې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د سعودي عربستان په جده ښار کې د اته د یرش اسلامي هیوادونو د علماوو پکې برخه لرله، یاده غونډه د افغانستان د روان بحران د حل په نوم جوړه شوې وه.

د غونډي د ګډنوالو لخوا د ناستې په پای کې یوپریکړه لیک هم خپورشو چې پکې د اشغالګرو امریکایي اوناټو عسکرو په خلاف د افغانستان د مسلمان ولس روان مشروع مقاومت(جهاد) په ډیرې سپین سترګي سره په فتنې او مسلمان وژني تعبیرشو انالله واناالیه راجعون!

او د افغانستان په مسلمان اولس دصلیبي نیواکګرو او د دوی د اجیرو غلامانو لخوا په روانو ظلمونو او وحشتونو سترګي پټې شوې او په اصطلاح د علماوو په نوم یاد ټولي د سپینې ماڼۍ او بروکسل څخه په ورکړای شوي دستور ښه په اخلاص لاسليکونه وکړل.

کله چې سلمان بن عبدالعزیز دسعودي حکومت واګې په خپلو لاسونو کې واخيستې او يو انحصاري حکومت يې جوړ کړ، له هماغې ورځې په سلګونو دیني علمان زندان ته لیږلي، يوازې هغه دینی عالمان ازاد دی چې د حکومت رسمي پالیسی حمایه کوي.

د سعودي په مرسته جوړه شوې شوې غونډه کې اشغال شوي افغانستان کې جهاد ته د مسلمان وژنې ورکړل شو؛ خو برعکس يمن چې اشغال هم نه دی، بلکې هلته د سعودي په مشرۍ ائتلاف يوازي د سياسي، اقتصادي او مذهبي مو موخو لپاره جګړه کوي، په زرګونو بې ګناه مسلمانان وژني، کورونه، روغتونونه او د خلکو په غونډو ناترسه بمبارد کوي، هغه مقدسه جګړه بلل کيږي، عجیب منطق دی؟!

یاده غونډه نه لومړۍ ده او نه به وروستۍ وي، بلکې د يوې پلان شوې توطئې له مخې د ډېرو داسې غونډو شاهدان واوسو.

که د داسې دسيسو تاریخي شالید ته وګورو نو ویلای شو چې پخوا هم داسې هڅې سوي دي.

د اسلام تاریخ کې ډیرځله دالله جل جلاله د لارې مجاهدینو ته د ځینو ایمان پلورونکو ملایانو په توسط دسیسې جوړې شوي دي.

راځئ څوپیړۍ پخوا وخت ته لاړشو، د صلیبي جنګونو په زمانه کې به چې کله صلیبي یرغلګرو د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله په لاسونو ماته وخوړه؛ نوبه یې له چلونو د کاراخیستو هڅې پيل کړې او له خپلو درباري ملایانو څخه به یې کار اخیست ، درباریانو به د صلیبیانو لخوا ورکړل شوې دندې ښی په اخلاص اجراکولي او هڅه به یې کوله ترڅو مسلمان ولسونه په سلطان ایوبي اوملګرو یې بي باوره کړې.

د ايټالوي اشغالګرو سره جنګېدونکي د لیبیا د مقاومت د رهبر عمرمختار رحمه الله ، چې د صحرا په زمری مشهور و، خلاف هم صلیبیانو له درباریانو کارواخیست، د عمرمختار د اعدام فتوا هم درباریانو ورکړه.

همدغه راز کله چې امریکا په افغانستان یرغل کاوه؛ نو ډیر درباریان هم ورسره ملګري وو.

خو د درباریانو هڅو چې په تاریخ کې صلیبیانو ته ګټې ونه رسولي اوس یې هم نه شي رسوی، او نه به یې هڅې دروان جهاد تله کمزوري کړي ان شاءالله

سرچینه: محصلین