اونیزه تبصره: افغان کشاله په فتواګانو نه حل کیږي

افغان کشاله کابو اتلسو کلونو ته ورسیده، مګر بیا هم امریکا د سریښو په ډنډ کې نښتې ده، جګړه ورځ تر بلې غځیږي، چې قربانیان یې یوازې او یوازې مظلوم افغانان دي.

روانه جګړه چې د بهرنیانو له لوري افغانانو باندې تپل شوې ده، د افغانانو آزادي او خپلواکي تروړل شوې ده، چې یوازینئ موخه یې د امریکا ګټې خوندي کول دي.

لکه څنګه چې امریکا ته خپل اهداف د زور له لارې مستحیل ښکاري، نو دا ځل یې ځینې اسلامي هیوادونو باندې فشار اچولی دی، ترڅو چې د وسلوالو طالبانو مبارزه تر سوال لاندې راولي او د دوی پر خلاف فتواګانې ورکړي.

د فتواګانو لړۍ له اندونیزیا څخه پیل تر کابل او بالآخره جدې پورې ورسیده، د جدې دوه ورځنۍ غونډه چې پرون ورځ پای ته ورسیده، او یو پریکړه لیک یې هم اعلان کړ.

د جدې غونډې ګډونوال چې یوازینۍ موخه یې د افغان کشالې حل او اوربند و، مګر پریکړه لیک یې یو اړخیزه و، د روانې جګړې اصلي عوامل چې بهرنیان و، بلکل له پامه غورځول شوي وو.

په افغانستان کې د بهرنیانو خپلسري هوائي او شپنیز عملیاتو ته اقلا نغوته هم ونشوه، امریکائي یرغل ته یرغل ونه ویل شو، بلکې یوازې وسلوال طالبان د روان کړکیچ عاملین وګڼل شول.

نو ویلای شو چې د اسلامي نړۍ په نوم د علماؤ غونډې او فتواګانې چې یو اړخیزه بڼه لري، په هیڅ صورت به افغان کشالې ته د حل لار ونه لټوي، بلکې د ستونزو یوه نه ختمیدونکې لړۍ به وزیږوي.

سرچینه: محصلین

x

Check Also

د رایې ورکوونکو بایومتریک سیستم یو المانی شرکت تیاروي

د ټاکنو کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي رسنیو ته ...