لوبې

په یو ورځنۍ سیالۍ کې پاکستان کمزورې زمبابوې ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۷): د پاکستان او زمبابوې ترمنځ په یو ورځنۍ سیالۍ کې پاکستان زمبابوې ته د ۲۰۱ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

د پاکستان لخوا نوي لوبغاړي امام الحق سلیزه ووهله چې په هدف سترولو کې یې مرسته وکړه.

د زمبابوې لوبډله د تیرو دوه میاشتو راهیسې د خپل کرېکټ بورډ سره یو شمېر ستونزې لري، چې له کبله یې تکړه لوبغاړو لوبډله پریښې ده.

له کمزوري سکواډ سربېره زمبابوې دوه نور نوي لوبغاړي په ننۍ لوبډله کې شامل کړي وو، چې د ماتې یو لامل یې هم دا ګڼل کیږي.

ننۍ لوبه کې پاکستان لومړی توپوهنه وکړه چې د امام الحق او فخر زمان په زړه پورې توپوهنې د لومړی ویکټې ۱۱۳ منډې ملګرتیا وکړه، چې وروسته بابر اعظم، شعیب ملک او اصف هلي په هدف لوړولو کې ونډه واخیسته.

په همدې ډول هدف ۳۰۹ منډې شو، چې امام الحق ۱۲۸، فخر زمان ۶۰، بابر اعظم ۳۰ شعیب ملک ۲۲ او اصف علي ۴۶ چټکې منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د زمبابوې لوبډله له پېله له ستونزو سره مخ شوه، چې په دویم او څلورم اور کې یې ویکټې له لاسه ورکړې، وروسته سوکه توپ اچونکي شاداب خان ۴ ویکټې واخیستې، په دې سره د زمبابوې ټول لوبغاړي د ۱۰۷ منډو په جوړولو وسوځېدل.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د درې هېوادونو (زمبابوې، استرالیا او پاکستان) ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لړۍ ترسره شوه چې پاکستان لوبډله د جام ګټونکې شوه.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: په یو ورځنۍ سیالۍ کې پاکستان کمزورې زمبابوې ته ستره ماتې ورکړه

سرچینه: نن ټکی اسیا