د زرمت دردوونکی منظر

ليکنه: حمزه هجران

  • پیدا مو کړ؟ څو شول؟ نه اوس هم تر خاورو لاندی دي!
  • ډیر مه راځئ، دلته زنانه تر خاورو لاندی دي.
  • هاغه ستا تر پښو لاندی د ماشوم سر ښکاري!
  • دا د سپین ږیري بابا د بدن نیمه حصه ځانته کړئ، له هغه نورو غوښو سره یې مه یو ځای کوئ!
  • څنګه؟ له مکتب نه مو څو ماشومان له خاورو لاندې را بهر کړل؟
  • ورور یې داسې مه خبروئ چی ټول کور یې بمبار شوی، دوه واړه ماشومان وریاد کړه، مسافر دی زړه به یی له غمه وچوي.
  • ملا صیب ته ووایه چی راشي دا ۱۹ جنازی تیارې دي چې خاورو ته یې وسپارو.
  • لږ صبر کاکا هاغه د ۵ ماشومانو جنازی دي، چې را ورسیږی، په یو ځای به د جنازی لمونځ وکړو.
  • هغه د بر کلي د خټګرو قبرونه مو وکیندل؟ هو! هغه خلاص شول، یوازې مورکۍ یی په اخیري ديدن زړه ټکوروي، ځکه همدا یې د رزق د ګټلو ذریعه وو.
  • خورکۍ لږ صبرکړه! کله مو چې له خاورو را بهر کړل، بيا هلته کور ته جنازې دروړو. مهرباني وکړه دلته خلک دي د سر ویښتان مه شکوه! چې بي صبري رانه شي.
  • دا او دې ورته ساندې نن د زرمت په ډېرو کلیو کې د مفکر د ظلم له امله تکرارېږي آه خدایه زموږ د مظلوم ولس انتقام زمونږ په ژوند کې له دغو کافرانو واخلې!

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د زرمت دردوونکی منظر

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

د اشغال عذاب / عُقابي جانان

ډېر څه مو زده کړلو د ستړي انقلاب غېږه کې د سختو ...