افغانستان

ارزګان او پکتیا کې د عملیاتو پرمهال امریکايي پوځیان وژل شوي

(محصلین):

د امریکا دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د جلا اعلامیو په خپرولو سره ويلي، چې په ارزګان او پکتیا ولایتونو کې د پوځي عملیاتو پرمهال ۲ تنه امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
ددفاع وزارت(پنټاګون) لخوا تیره شپه ناوخته رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۳۲ کلن لومړی څارن کریسټوفر اې کلیز د امریکا د ځانګړو ځواکونو هغه افسر ؤ، چې پرون د جمعې په ورځ د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې لومړی ټپي او وروسته د سختو ټپونو له امله مړ شو.
په یوې جلا اعلامیې کې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په سویلي ولایت ارزګان کې هم د ګډو پوځي عملیاتو پرمهال یو امریکايي پوځي وژل شوی دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې، په دغو عملیاتو کې یو تن افغان کمانډو سرتیری هم وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تردې څو ورځې وړاندې هم د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ په هوايي ډګر کې د یوه افغان سرتیري په ډزو یو امریکايي پوځي مړ او څو تنه نور ټپیان شول.