پکتیا: امریکایانو د خپلو تلفاتو غوصه په ملکيانو سړه کړه

(طالب نیوز):

paktia2

طالب نیوز ــ شنبه (۱۳۹۷/۴/۲۴): له پکتیا نه په خپرو شویو خبرونو کې ویل شوي، چې یاد ولایت کې د مسلحو طالبانو او ګډو (افغان او امریکايي) ځواکونو ترمنځ سخته نښته رامنځ ته شوې.
ویل کیږي: په جګړه کې ګڼو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو ګډو ځواکونو بیا د خپلو تلفاتو غوصه په ملکیانو سړه کړې او په هغوی یې بمبار، ډزې او فیرونه کړي دي.
سیمه ییزې سرچینې وایي: پرون سهار شاوخوا ۹ بجې د زرمت ولسوالۍ اړوند شولګد سیمه کې د دولتي ځواکونو په ټانګ د طالبانو له لوري خښ شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي.
په ورته وخت کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې: د یادې ولسوالۍ په شملزو سیمه کې د امریکایي اشغالګرو او داخلي عسکرو په ګډه قوه هم د طالبانو برید شوی، چې ۲ امریکایان پکې ټپیان او ۳ افغان عسکر پکې وژل شوي.
بل لور ته د احمدآبا ولسوالۍ مچلغو سیمه کې د طالبانو د محاصرې او پراخو بریدونو له امله یوې قرارګاه او ۵ پوستو سقوط کړی او ۹ پولیس پکې وژل شوي دي.
ویل شوي: په دې ټولو نښتو کې ۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د نښتو له ختمېدو سره سم امریکاي الوتکو د خلکو کورونه بمبار کړي او د حاجي خاصدر په نامه د یو ملکي وګړي د کورنۍ ۳۵ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې، چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
بهرنیانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

Check Also

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز): احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو ...