نواز شریف او لور به یې په زندان کې د کومو ازمېښتونو سره مخ کېږي

(ټرایبل نیوز):
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف او لور یې مریم نواز له لندن خپل هېواد ته په ستېدلو سره راولپنډۍ کې ونیول او اډیاله جېل ته واستول شول.
نواز شریف ته لس کاله او مریم نواز ته اوه کاله بامشقته جېل اورول شوی دی.
موږ په دې رڼا اچولو هڅه کوو چې بامشقته جېل څه ته وايي، دغه بند کې زندانیان کومې کومې اسانتیاوې لری او دوی د کومې درجې بندیان دي.
بند ته له تللو مخکې
د جېل چارواکي وايي، کله چې نواز او لور یې بند ته ولېږدول شول، نو اول یې طبي ازمېښت وشو.
وروسته دواړو ته د بندیانو جامې ور واغوستل شوې او مختلفو برخو ته ولېږل شول.
د پاکستان پځوانی لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني چې کله یوه دوسیه کې سزا سره مخ او څو ځل اډیاله جېل ته واستول شو، نو کله به چي موږ ور سره لیدل نو هغه به د بندیانو جامې اغوستې وې.
د اډیاله جېل یو چارواکی له نومښودنې پرته بي بي سي ته وايي، چې نواز شریف او مریم نواز به هم د بندیانو کالي اغونځي.
د هغه په خبره، اډیاله جېل کې پر چارواکو سربېره داسې کسان هم شته چې له امنیتي ادارو سره تړاو لري.
نوموړی زیاتوي نواز شریف او مریم نواز د قیدیانو له جامو اغوستلو پرته بله لار نه لري.
خو هغه دا ونه ویل چې که نواز شریف یا مریم غواړي ځان ته پخپله هم دا جامې تیارولی شي که یه.
سخت جېل څه ته وايي؟
د بند د قوانینو له مخې د جېل چارواکي دې خبرې ته ژمن دي چې محکمې هر چا ته د بامشقته یا سخت جېل سزا اورولې، نو هره ورځ یو څه کار کوي.
په دې سختي یا مشقت کې بڼوالي، نورو بندیانو ته لیک لوست ور کول، د پخلیځ یا پخلنځي پاکولو سربېره د بندیانو حجامت په څېر کارونه هم راځي.
په دې مشقت کې څه رخصتي هم نشته.
د دې بندیانو د مشقت کولو یا کار اخیستلو مسوولیت د بند د یوه چارواکي په غاړه وي.
د چارواکو په خبره، د جېل اصولو کې دا لیکل شوي، چې که کوم بندي د اونۍ اوه ورځې کار کوي او د محبس چارواکي یې له کار راضي وي، نو یوه میاشت وروسته یې سزا له پنځو تر اتو ورځو کمېدلی شي.
بندیان څنګه ډلبندي کېږي؟
د جېل قوانین وايي، نواز شریف لومړی وزیر و، ځکه اې درجه او لور یې مریم نواز بي درجه کې راځي.
د پاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې له ۴۲ جېلونو یواځې دوه محبسونه داسې دي چې بندیانو ته د اې درجې اسانتیاوې لري.
په دې دوو کې د بهاولپور او د راولپنډۍ اډیاله جېلونه دي.
بند کې زندانیان په دریو درجو وېشلی شي، دریمه درجه کې هغه بندیان دي چې د وژنې، غلا، تښتونې او جګړې او د عادي ډول دوسیو سره مخ وي.

x

Check Also

پاکستان کې د ټولټاکنو د شفافیت په اړه یو لړ پوښتنې رامنځته شوي

(ټرایبل نیوز): د پاکستان انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي د حکومت سره په ...