سنګاو

د مردان نه ۴۰ کلومیټر جنوب ته د میاخان سنګاو (سنګهاو) کلي سره څو پخواني غارونه د انسانانو د استوګنې ځایونه وو. ځایی خلک ورته د “پرښو دره” وایی. په ۱۹۶۲ م کې د پاکستان نامتو لرغون پوهه احمد حسن داني په دغو سمڅو پلټنې وکړې. د زمکې نه ۶۰۰ میټر لوړ دا غارونه ۳۰ زره کاله پخوا د انسانانو میشت ځایونه وو. په دوی کې یوه سمڅه ۸۵ فټ پلن، ۳۵ فټ اوږد او ۱۵ فټه لوړه ده. د دې غارونو زمکه ( فرش) ډبرین حالت کې و چې ښایی یو وخت دغو غرونو نه اور او “لاوه” راوتله چې هم هلته کلکه شوې وه. په جنوبي اېشیا کې دا تر ټولو پخوانی غار دی چې د انسان ژوند او د هغه وخت د تمدن نښې پکې وموندل شول. دلته د پلټنو په وخت د ۱۷ زمانو اثار پراته وو چې په پینځو برخو وویشل شول. د تیږې لومړۍ زمانې د ځناورو هډوکي، د تیږې ساده اوزار لکه د ټکولو او پریکولو کاڼي د ۴۰ زره ق م. نه پاتې وو. دوېم دور کې د هډوکو نه علاوه د “بکرې کاڼي ( کوارټز) جوړ شوي اوزار شا و خو ۲۴۰۰۰ ق م کې جوړ وو. درېم دور د کاڼي […]

x

Check Also

امریکا پر چین بندیزونه لګولي دي

امریکا له روسیې د پوځي الوتکو او له ځمکې هوا ته ویشتل ...