لس هغه د لاسرسي وړ ترکارۍ او میوې چې ښایسته کوي مو

ژباړه: مریم محمدي

سالمه تغذیه د ښې روغتیا سربیره د پوستکي په ښکلا کې هم اغیزه لري.
یو شمیر ځوانان او پیغلې د مخ پوستکي ښکلا لپاره، په بیلابیلو کریمونو پیسې مصروفه وي، خو دوی خبر نه دي، چې د ښکلا لپاره له ترکارۍ او میوو ګټه اخیستل تر ټولو ښه رول لري.

هغه ترکارۍ او میوې چې د ښکلا سبب کیږي دا دي:

۱- پالک
پالک نه یوازې دا چې د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي، بلکې د څیرې یا مخ د ښکلا سبب کیږي هم. په پالک کې د لوتئین نوم شته ماده د سترګو لپاره آنټی‌اکسیدان جوړوي، چې سترګې له زیانونو وژِغوري. کله چې سترګې سالمې وي نو د انسان د مخ ښکلا لا زیاتیږي.

۲- د سرو انګور اوبه
د سرو انګور په اوبه کې د پلی‌فنول په نوم شته مادې په اړه، څیړونو ښودلې چې دا ماده د حجرو د عمر په ډيروالي کې اغیز لري، هممدا رنګه د جلد لپاره هم ګته روسوي.
د مخ پوستکي د صفا والي لپاره په کار ده چې له انګورو او اوبو یې استفاده وکړئ.

۳- رومي بادنجان ( سره بانجان)
څیړونو موندلې په رومي بادنجانو کې شته سره ماده د دې باعث کیږي چې مخ د لمر د وړانګو له زیانون وساتي، همدارنګه رومیان مخ له زر ګونځي کیدو ژغوري. نو پکاره ده چې د لمر ضد کریم ترڅنګ له اومه یا خام او پخو رومي بادنجان نه ګټه واخلئ.

۵- وچه میوه
ممپلۍ د سلنیوم منبع ده، چې دا ماده د مخ په ښکلا کې مهم رول لوبوي.
همدارنګه چهار مغز هم ګتور اسیدونه لري، چې د وچو ویښتانو او وچ پوستکې لپاره پوره ګټه رسوي، چې د مخ پوستکی تازه ښکاره کوي. د وچې میوې ډير خوراک ممکن د چاقوالي سبب شي، خو کوښښ وکړئ چې د ورځې دوه دانې ممپلي، دوه دانې چهار مغز یا هم دوه دانې بادام وخورئ، تر څو د بدن د اړتیا وړ مواد پوره کړي او چاق هم نه شئ.

۶- ام
ام چې د میوو پاچاه دی، نه یوازې دا چې ښه خوند لري بلکې ډيرې ګټې هم لري.
په دې میوه کې د ویټامين A او انټې اوکسیدن شتون د دې سبب کیږي چې مخ پوستکي صفا، له زر ګونځو او داغونو یې وژغوري.

۷- لیمو
په لیموکې شته ویټامین C د مخ په ښکلا کې ځانګړی رول لري. که چیرې مخکې د سهار له چای نه لیمو له ګرمو اوبو سره وخوړل شي، د مخ داغونه پاکوي، مخ سپینوي، مخ تازه او له وړاندې یې لا ډير ښکلی کوي.

۸- کیله:
کیله د هغو میوو له ډلې ده چې په خوړلو سره یې د ښې روغتیا سربیره ښکلا مو ډيره کړئ.
کیله چې د اوسپنې، مګنیزیم، پوتاشیم او ویټامین A، B، E شتمنه میوه ده، د مخ پوستکې ته هم ګټوره ده.

۹- مڼه:
مڼه د انټي اوکسیدن په درلودلو سره د انساجو او د جلدي حجرو له خرابیدونه مخینوی کوي. همدا رنګه د فایبر په لرولو سره د مخ پوستکی ځوان ساتي.

۱۰- مالته:
مالته هم د منې په څیر د پوستکي په ساتلو کې رول لري. که غواړئ چې ښکلی، صفا او سپین پوستکی ولرئ، نو له دې ويټامین C لرونکي میوې نه هم ګټه واخلئ.

منبع: بخش خدمات صحی سایت

x

Check Also

جنسي اړیکې پر مغز او روان څه اغېزې لري؟

ژباړه: بشر دروېش جنسي اړیکې یوازې د جنسي لذت وسیله نه ده ...