افغانستان

د نبوي مسجد امام: په افغانستان کې دې روانه بې مانا جګړه ودرول شي

(ویسا ورځپاڼه):

د نبوي مسجد امام په سعودي کې د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو له شوې پرېکړې هرکلی وکړ

ریاض – د نبوي مسجد امام په سعودي کې د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو له شوې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د سعودي په جده ښار کې د نړۍ مشهورو دیني عالمانو په افغانستان کې د جګړې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه او دلته یې روانه جګړه فتنه او مسلمان وژنه وبلله، چې د نبوي مسجد امام شېخ عبدالباري الثبیتي هم پرون د جمعې ورځې په خطبه کې د دیني عالمانو له شوې پرېکړې هرکلی وکړ. هغه زیاته کړه، چې دی په افغانستان کې له ښکېلو لوریو د دې بې مانا جګړې د درولو غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغان جګړې په اړه په سعودي کې له شوې غونډې نه وروسته له حرمین شریف نه هم په خپرې شوې اعلامیه کې د افغانستان جګړه نا روا وبلل شوه.