د حکومت پرضد لاریونونو په ۱۳ ورځ ګلم جم ملیشې کفن تړلي راووتل

(محصلین):

د قومندان نظام الدین قیصاري د نیولو په ۱۳ مه ورځ په شمال کې د جنبش ګوند یو شمېر پلویانو او د ګلم جم ملیشو غړو چې د ملي پولیسو او اردو په لیکو کې یې دندې ترسره کولې، نن د شنبې په ورځ له ځانونو څخه سپین کفنونه تاو کړي او شعارونه یې ورباندې لیکلي چې: «یا رهبر یا کفن».
دوی وايي، چې تردې وړاندې یې د ګډ حکومت په پلوۍ د یا وطن یا کفن تر شعار لاندې طالبانو سره جګړه کوله؛ خو تردې وروسته به د جنرال دوستم تر بیرته ستنېدو او نظام الدین قیصاري تر خوشې کولو پورې د مرکزي حکومت پرضد لاریونونه کوي او که ضرورت پېښ شو، نو وسلې ته به هم لاس اچوي.
د جنبش ګوند پلویان او ګلم جم ملیشې په داسې مهال کفن تړلي سرکونو ته راوزي، چې مرکزي حکومت د جنرال دوستم او قیصاري په قضیه کې یو څه نرمښت ښکاره کړی دی.
په تازه اقدام کې ولسمشر غني تیره ورځ د ملي امنیت له بند څخه د نظام الدین قیصاري ۸ تنه ساتونکي او د هغه مطبوعاتي مسئول کریم رسا خوشې کړل او د نورو ساتونکو د خوشې کولو ژمنه یې هم جنبش ګوند ته ورکړې ده.
ددې ترڅنګ په ترکیه کې د جنبش ګوند سرچینو تایید کړې، چې د ولمسشرۍ ماڼۍ سره د نوې موافقې ترمخه به لومړی مرستیال جنرال دوستم د روانې اونۍ په دوشنبې ورځ هېواد ته راستون شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جنرال دوستم په پلوۍ قهرجنو لاریونوالو په فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ، تخار او سمنګانو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونو ترڅنګ ګڼې دولتي ادارې تړلي او ګواښ یې کړی، که غوښتنې یې پرځای نه شي د سویلي ترکستان په نوم جلا دولت به اعلان کړي.

x

Check Also

ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک کارولو هرکلی وکړ

(عزم ویب پاڼه):   عزم(شنبه، ۳۱ وږی ۱۳۹۷) د ولسي جرګې غړیو ...