د کابل خاکجبار کې ۲۷ تنه امنیتي منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي دي

(محصلین):

د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې طالبانو ته د ۲۷ تنه امنیتي منسوبینو د تسلمېدو خبر ورکړل شو.
طالبان وايي، پرون د جمعې په ورځ په خاکجبار ولسوالۍ کې ۲۷ تنه پولیس او د ملي اردو سرتیري د قومي مشرانو په منځګړیتوب او دعوت ارشاد کمیسیون په هلوځلو له دولتي لیکو راجلا شوي او خپله تسلیمي یې طالبانو ته ورکړې ده.
د طالبانو په رسمي ویب پاڼه د تسلیم شوو امنیتي منسوبینو مکمل شهرتونه هم خپاره شوي او داچې تسلیم شوو پولیسو او د ملي اردو سرتیرو ژمنه کړې، چې تردې وروسته به د بهرنیو ځواکونو او افغان دولت ترڅنګ د طالبانو پرضد جګړه کې برخه نه اخلي.
باید وویل شي چې د کوچني اختر نه څو ورځې وړاندې افغان امنیتي ځواکونو ته د طالبانو لخوا د عامې بښنې تر اعلان وروسته له ۱۰۰۰ زیات امنیتي منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي دي.

x

Check Also

حامدکرزي د سیکانو په مندر کې عبادت وکړ

(محصلین): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندوستان په پنجاب ایالت ...