د امریکایي پوځ قومنداني: د ایران ځانګړي ځواکونه طالبانو ته وسله واله روزنه ورکوي

(سپوږمۍ راډیو):

د امریکایي پوځ قومنداني: د ایران ځانګړي ځواکونه طالبانو ته وسله واله روزنه ورکوي

د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني وایي، د ایران، ځانګړي ځواکونه په دغه هېواد کې طالبانو ته وسله واله روزنه ورکوي. د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له لوري په خپاره شوي راپور کې د طالبانو عکسونه ښیي چې په ایران کې جنګي روزنه ترلاسه کوي او دا زده کوي چې څنګه د سړک غاړې بمونه خښ کړي. د مرکزي قوماندانۍ پښتو وېب سایټ، لیکي، طالبان او نورې ترهګرې ډلې د ایران له لوري روزل کېږي ځکه ددغه هېواد ګټې په سیمه کې خوندي کوي او ددوی لپاره کار کوي. تر دې وړاندې هم د لندن ټایمز په نشریه کې راغلي وو، چې ایران پخپله خاوره کې طالب وسله وال روزي. بل پلو د سلام ټایمز په نامه یوه نشریه یوه طالب چارواکي له خولې لیکي، چې دوی په ایران کې د خپلو جنګیالیو روزل په وروستیو میاشتو کې پيل کړي دي. ددوی په وینا دا یوه شپږ میاشتنۍ روزنیزه دوره ده او له پسرلي راهیسې پيل شوې ده. ویل کېږي چې په دغه روزنیزه دوره کې ۵۰۰ طالبان روزل کېږي.

 

x

Check Also

ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک کارولو هرکلی وکړ

(عزم ویب پاڼه):   عزم(شنبه، ۳۱ وږی ۱۳۹۷) د ولسي جرګې غړیو ...