ایران او افغانستان؛ له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي

(سپوږمۍ راډیو):

ایران او افغانستان؛ له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي

ایران او افغانستان د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې کړې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې د ایران او افغانستان لوړ پوړو چارواکو د ترهګرۍ، نشه يي توکو او نا امنۍ ضد مبارزې په اړه خبرې کړې دي. دغه غونډه په ایران کې ترسره شوې او په هغه کې یوه لوړپوړي افغان پلاوي ګډون کړی دی. ایران ویلي، چې دوی په سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي. دوی همدا راز د نشه يي توکو د قاچاق او ددغه پدېدې د له منځه وړلو په اړه هم بحثونه کړي دي. ایراني اړخ ویلي چې د افغانستان امنیت د ټولې اسیا او منځنۍ اسیا د هېوادونو د امنیت سبب ګرځي نو ټولو ته په کار ده، چې ددغه هېواد په امنیت کې خپله ونډه واخلي. ایران داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ترهګرو په ملاتړ تورن دی.

 

x

Check Also

ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک کارولو هرکلی وکړ

(عزم ویب پاڼه):   عزم(شنبه، ۳۱ وږی ۱۳۹۷) د ولسي جرګې غړیو ...