افغانستان

بلوچستان او بنو کې چاودنو لسګونه تنه وژلي .

(طالب نیوز):

balochistan

طالب نیوز ــ شنبه (۱۳۹۷/۴/۲۴): له پاکستانه په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي، چې د یاد هېواد په بلوچستان ایالت (ولایت) او بنو ضلعه (ولسوالۍ) کې د دوو بریدونو له امله سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ویل شوی، چې: تیره ورځ د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د بلوچستان عوامي پارټۍ د یوه امېدوار سراج ریساني پر انتخابي غونډه درنه بمي چاوده وشوه، چې د هغه په ګډون یې ۱۲۸ تنه ووژل او شاوخوا ۲۰۰ نور یې ټپاین کړل.
سیمه ییز چارواکي وایي: سراج ریساني د پخواني وزیر اعلی اسلم ریساني کشر ورور و، چې له بلوچستان څخه ټاکنو ته نوماند و.
روغتیايي مسؤلینو ویلي: ښايي د مړیو شمېر زیات شي او ټپیان هم بې شمېره دي، چې د ځينو وضعیت یې خراب دی.
بل لور ته د خیبرپښتونخوا په بنو کې د سیاستوال اکرم خان دراني په کاروان هم برید شوی، چې شاوخوا ۴ تنه پکې وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.
ویل شوي: دغه برید د بنو ښار نه شاوخوا ۲۰ کیلومټره لیرې پترې سیمې هوید کې د موټر سایکل په وسیله شوی دی.
دا چاودنې په داسې حال کې کیږي، چې د پاکستان پوځ ويلي: په پر امنه توګه د انتخاباتو ترسره کولو لپاره به څه باندې ۳۷۱۰۰۰ سرتيري ځای پرځای کړي.
د بلوچستان د برید مسؤلیت داعش ډلې اخیستی او د بنو برید په اړه څه نه دي ویل شوي.
سمسور بریال

Tags