د پاکستان پخوانی وزیراعظم او لور یې ونیول شول

(طالب نیوز):

nawaz

طالب نیوز ــ شنبه (۱۳۹۷/۴/۲۴): د پاکستان په پخواني وزیر اعظم نواز شریف تورونه و، چې په زیاته اندازه پیسې یې بهر ته انتقال کړي او هلته یې خپلې شتمنۍ ساتلې دي، چې له دې امله په ده باندې ۱۱ کاله او په لور یې ۸ کاله بند تائید شو.
که څه هم ویل کېدل، چې نواز شریف به د خپل طاقت د استعمالولو له امله له زندان ژغورل شي؛ خو پرون (جمعه) پولیسو نواز شریف نوموړی له خپلې لور سره یوځای په لاهور ښار کې ونیوه.
د لاهور امنیتي مسؤلین وايي: د پاکستان په وخت پرون ماسخوتن ۸:۴۸ بجې نواز شریف لاهور ته ورسېده او کله چې له الوتکې ښکته شول؛ یوې ډلې کسانو چې یونیفورم یې اغوستی وو؛ دوی ونیول.
د مسلم لیګ نواز ګوند یو ویاند هم د هغوی نیول کیدل تائید کړي او زیاته کړې یې ده، چې: دواړه رهبران (نواز شریف او مریم نواز) له لاهور څخه اسلام اباد ته په یوې الوتکې کې انتقال شول.
ویل کیږي، چې نواز شریف له خپلور لورې سره یوځای اډیاله زندان ته انتقال شوي، چې اکثره پکې لوی او ستر مجرمین ساتل کیږي.
تر اوسه نواز شریف او مریم نواز په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د نواز شریف ورور او د پنجاب والي (وزیر اعلی) شهباز شریف وايي، چې: دوی به د نواز شریف د خلاصون جدي هڅې وکړي.
سمسور بریال

x

Check Also

حامدکرزي د سیکانو په مندر کې عبادت وکړ

(محصلین): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندوستان په پنجاب ایالت ...