افغانستان

بلوچستان: په ټاکنیز لاریون چاودنه کې د مړو شمیر ۱۲۸کسانو ته لوړ شو

(عزم ویب پاڼه):
عزم: ۱۳۹۷/۴/۲۳- پاکستان بلوچستان ایالت کې په ټاکنیز لاریون چاودنه کې د مړو شمیر ۱۳۰ تنو ته ختلی او د زخمیانو شمیر له ۱۵۰ لوړ شوی دی.
د بلوچستان د روغتیا وزیر فیض کاکړ رسنیو ته ویلي چې د جمعې په ورځ ناوخته د بلوچستان عوامي ګوند د ټاکنیز کمپاېن پر غونډې چاودنه شوې او پایله کې د دغه ګوند د مشر نوابزاده سراج رئېساني په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو لنډمهالي ایالتي وزیر اغا عمر بنګلزي په دغه برید کې د ۱۲۸ کسانو د مرګ او د ۱۵۰ کسانو د زخمي کېدو پخلی کړی دی.
دا لاریون د بلوچستان عوامي ګوند په نوم د نوي جوړ شوي تنظیم په غونډه شوی او ددې ګوند د نوماند نوابزاده سراج رئېساني په ګډون دده مشر ورور نوابزاده اسلم رئیساني او ګڼ مهم چارواکی وژل شوي دي.
سراج رئیساني د بلوچستان ایالت د پخواني لومړي وزیر نوابزاده اسلم رئېساني ورور دی چې په دې وروستیو کې یې د بلوچستان عوامي ګوند په نامه سیاسي ګوند جوړ کړی و او د همدغه ګوند له خوا د بلوچستان ایالتي پارلمان ته نوماند و.
کیدای شي دا چاودنه د پاکستان تاریخ کې په ټاکنیز لاریون ترټولو خونړی برید وبلل شي.
لدې یواځې ۳ ورځې مخکې، د تېرې سې شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند د ټاکنیز کمپاین پر غونډې واسکټ بم برید د مشهوز نوماند هارون بلور په ګډون ۲۱ تنه مړه او لسګونه نور زخمیان کړل.
همداراز، پرون د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو ولایت کې د مجلس عمل MMA د نوماند اکرم خان دراني په ټاکنیز کمپاین کاروان چاودنې ۴ کسان ووژل او ۳۹ نور ټپیان کړل.
اکرم خان دراني له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۷ پورې د متحده مجلس عمل د حکومت لخوا لومړی وزیر و.

Tags