نړۍ

بلوچستان کې د تېرې شپې برید مرګ ژوبله ۲۶۲ته لوړه شوې

بلوچستان کې د تېرې شپې برید مرګ ژوبله ۲۶۲ته لوړه شوې

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې پرون د یوې انتخاباتي غونډې پر مهال ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۱۳۲ تنه وژل شوي او تر ۱۳۰ ډېر نور ژوبل دي. د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو موقت وزیر عمرجان بنګلزي ویلي، چې دا برید د صوبايي اسمبلۍ د کاندید سراج ريیساني د موټرو پر کاروان هغه وخت وشو چې له یوې انتخاباتي غونډې ستنېدو. د هغه په خبره د یاد برید له امله د رييساني په ګډون ۱۳۲ تنه وژل شوي دي. دا په تېرو څو ورځو کې په پاکستان کې پر انتخاباتي غونډو تر ټولو خونړی برید دی. تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ م کال په دې صوبه کې په دوو انتحاري حملو کې ۱۰۶ تنه وژل شوي او ۱۶۹ نور ژوبل شوي وو. د بلوچستان د روغتیا وزیر فیض کاکړ رسنیو ته ویلي چې د جمعې د ورځې په برید کې د بلوچستان د عوامي ګوند نوماند نوابزاده سراج رييساني په نښه شوی و. له دې جلا د کراچۍ په حب سیمه کې د تحریک انصاف انتخاباتي غونډې ته لاسي بم غورځول شوی چې دوه تنه پکې ژوبل شوي دي.

 

سرچینه: سپوږمۍ راډیو