د افغان سولې اوږد او اغزن مزل

ع، وطندار

د روانې افغان جګړې خطرناكتوب په دې كې دى چې جګړه ډېره پېچلې او څو بٌعدي ده؛ د بېلګې په توګه:

  • جګړه نيابتي ده
  • جګړه رقابتي ده
  • جګړه استخباراتي ده
  • د جګړې مديريت، تمويل او تجهيز ډېر هېوادونه كوي

جګړه په څه نيابتي ده؟

جګړه په دې نيابتي ده، چې دا جګړه د افغانانو ترمنځ جګړه نه ده؛ نه د افغانانو ترمنځ قومي جګړه ده، نه مذهبي جګړه ده، نه ژبنۍ جګړه ده او نه هم سمتي جګړه ده. خوشبختانه د افغان ولس پخپل منځ كې د جنګولو له پاره، تر اوسه ټولې بهرنۍ توطيې او هلې ځلې ناكامې شوې دي، دا سهي ده چې يو مزدور او پرديپال عناصر به د بهرنيانو په لمسه او د يو څه امتيازاتو په بدل كې دغسې غږ هم پورته كوي؛ خو دا د ولس غږ نه دى او نه په يوه ولسي غږ بدل شو؛ بلكې هر چا غندلى دى او دغسې كسانو ته كه په هر قوم او ژبه پورې مربوط وي ټول ولس په كركه كتلي دي؛ نو دا يو شمېر افراد دي چې بهرنيو ځواكونو تر يوه نامه لاندې را ټول كړي، وسلې يې ورته په اوږه كړي چې ورځئ جنګېږئ؛ نو دا كرايي كښ جنګيالي د نورو د ګټو له پاره جنګېږي، نه د كوم مقدس اسلامي او ملي هدف له پاره. دا چې څوك د اسلامي امارت شعار وركوي او څوك د اسلامي خلافت؛ نو د اسلام دوه سترې منابع عظيم الشأن قرآن او نبوي احاديث او ورسره اسلامي فقه، اسلامي تاريخ او نبوي (صلعم) سيرت زموږ په مخ كې دي، څوك خو دې يو مثال را وښيي چې پيغمبر اكر (صلعم) د يوې لنډې شېبې له پاره له مسلمانانو سره جنګېدلى وي، اوس خو په دې روانه جګړه كې نور خو لا پرېږده چې د خداى د قرآن متعددو نسخو ته اور واچول شو؛ نو دوى دې ووايي چې دوى د قرآن حاكميت غواړي؟ هغه څوك چې د قرآن حاكميت غواړي، هغه بايد قرآن وسوځوي؟

متأسفانه په جنګ كې دخيلې ډلې څوك د يوه هېواد د ډېرو نامقدسو اهدافو له پاره جنګېږي او څوك د بل هېواد د ګټو له پاره. زه دا منم چې په افغانستان كې د امريكا او ناټو حضور پخپله د جنګ د تداوم يو ستر لامل او ستره پلمه ده؛ خو راځئ لږ وروسته ولاړ شو او او وګوره له ۱۳۷۵ نه تر ۱۳۸۰پورې چې طالبان پر پنځه نوي سلنه افغانستان حاكم وو، هلته امريكا او ناټو په افغانستان كې حضور درلود؟ بيا نو هغه مهال د جنګ له پاره كوم شرعي جواز موجود و؟ هغه مهال خو سره له ډېرو نيمګړتياو او ملاحظاتو هغه مجاهدين حاكم وو چې څوارلس كاله يې له روسانو سره وسله وال جهاد كړى و، او په ورستيو مياشتو كې د مجاهدينو هغه مخالفې ډلې (حزب اسلامي- جمعيت اسلامي) هم سره يو ځاى شول او نور د جنګ عوامل ختم شول؛ خو طالب بيا هم د يوې شېبې له پاره جنګ و نه دراوه، دا ځكه چې هغه د بل چا له پاره جنګ كاوه او د بل د ګټو له پاره يې جنګ كاوه.

روانه جګړه ولې رقابتي ده؟

موږ ګورو چې اوسنۍ جګړه له څو اړخو رقابتي ده:

د پاكستان او هند رقابت

د پاكستان او ايران رقابت

د ايران او سعودي عربستان رقابت

د ايران او اسرائيلو رقابت

د امريكا په مشرۍ د ناټو او روسيې رقابت

د امريكا په مشرۍ د ناټو او چين رقابت

دغه رقابتونه دي چې جګړه يې ډېره پېچلې كړې ده او د سولې مخه يې ډپ كړې ده.

روانه جګړه ولې استخباراتي ده؟

موږ ګورو چې د روانې جګړې مديريت د ټولو هغو هېوادو استخبارات كوي چې دلته يې دغه جګړه روانه كړې ده. په دې جګړه كې د بوسو غوندې ډالر بادېږي. كه چېرې دغه خنډونه نه واى؛ نو د جنګ ختمولو له پاره ټول ګامونه واخستل شول. دا اوس هغه دى په سعودي عربستان كې د ۳۳ اسلامي هېوادو علما سرا راټول شول او تر بحث او مباحثو وروسته يې په افغانستان كې روانه جګړه ناروا وبلله او افغانستان يې لكه چې اسلامي دى، يو اسلامي  هېواد وباله؛ په دغو ناستو كې د پاكستان بلل شويو علماو ځكه برخه وا نه خسته چې د هغه هېواد استخباراتو پرېنښوول، هغوى چې اندونيزيا ته هم ولاړل، د استخباراتو مامورين يې شا ته ناست وو او اجازه يې ورنكړه چې خپل هغه ريښتينى اسلامي دريځ بيان كړي، بس لوټه يې په اوبو كې كېښوده او پرې تېر شول. دا اوس د سعودي په ناستو كې يواځې يوه پاكستاني عالم ډاكتر قبله اياز برخه واخسته او نور رانغلل. دا ځكه چې يو خو يې د راتګ اجازه نه درلوده او بل يې هېڅ داسې كوم شرعي دليل نه درلود چې روانه جګړه يې د ګردې اسلامي نړۍ د علماو د نظر پر خلاف يوه مشروعه جګړه بللې واى. ايران خو ورځه د شيعه تفكر نمايندګي كوي او له سعودي عربستان سره په يوه رقابت كې هم ښكېل دى.

تاسې وګورئ طالبانو د ګردې اسلامي نړۍ د علماو د پرېكړې پر خلاف بيا هم، هم سوله رد كړه او هم له افغان حكومت سره مذاكرات. هغوى له يوې خوا وايي چې زموږ د جګړې اصلي عامل په افغانستان كې د امريكا حضور دى؛ خو له بلې خوا بيا وايي چې موږ له امريكا سره مذاكرات كوو. كه څه هم په پيل كې امريكا له طالبانو سره له مذاكراتو نه امتناع وكړه؛ خو وروسته يې و هم منله او دا اوس هم د پردې تر شا د طالبانو او امريكا پټې خبرې روانې دي.

راځئ د روانې جګړې پر علة العلل فكر وكړو او هغه دا ده چې د دې ټولو مصيبتونو مور امريكا ده. امريكا د دې له پاره چې په افغانستان كې د روسانو پر خلاف د وسله وال جهاد تر بريا وروسته د مجاهدينو په لاسو دلته كوم اسلامي حكومت جوړ نه شي؛ نو د طالب په نوم يې يوه ارجله ډله رامنځته كړه. طالبان يې د پاكستان په مرسته رامنځته كړل، واك ته يې ورسول او مجاهدين يې له واكه پرې وغورځول؛ خو طالب يې هم هېڅكله د يوه اسلامي نظام جوړولو ته پرېنښود. كوم نظام چې طالبانو جوړ كړ، يواځې، پاكستان، سعودي او متحده عرب اماراتو په رسميت وپېژاند او هغه هم په سياسي او استخباراتي دلايلو خو نور له نړيوالې ټولنې له انزوا سره مخ شو؛ تر هغې چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر د يوولسمې نېټې د هغو پېښو قرباني شو چې د امريكا د استخباراتو (CIA) له خوا طرح او عملي شو. امريكا د تروريزم ډول ته ډنګ وركړ او په همدې پلمه يې درې براعظمه: پخپله امريكا، اروپا او استراليا په افغانستان پسې را روان كړل او ان چې د اردن په څېر د يوه كوچني آسيايي اسلامي هېواد عسكر يې هم افغانستان ته راوستل او تركيه خو هسې هم په ناټو كې ورسره ملګرې ده.

بايد دا واقعيت هم هېر نه كړو چې د پاكستان په شمول زموږ ګاونډيان او دغسې ډېرى نور هېوادونه او ان چې روسيه او چين په افغانستان كې د امريكا د حضور ډېر جدي مخالف دي. پاكستان يې په ښكاره ملاتړ كوي؛ خو د پردې تر شا يې پښې وهي. دغسې د ناټو دننه هم رقابتونه موجود دى چې په ښكاره خو موږ ته ډېر محسوس نه دي؛ خو دا رقابتونه شته. د ناټو ډېر هېوادونه خصوصاً انګليس، جرمني، فرانسه او امثال يې غواړي د امريكا پښه تر ډېره په دې دلدل كې نښتې پاتې شي او بالاخره امريكا د شوروي په څېر له يوه برخليك سره مخ شي.

زه د يوه مسلمان په حيث د هغو غونډو هركلى كوم چې د افغانستان په اړه په سعودي كې جوړې شوې او بالاخره د يوه پرېكړه ليك په صادرولو پاى ته ورسېدې؛ خو د افغان جګړې د اوږدولو له پاره له دخيلو هېوادو سره ډېرې پلمې، دلايل او ضرورتونه شته چې دا جنګ پرې وغځوي او ښايي په ډېره اسانۍ سره دا جنګ پاى و نه مومي.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

x

Check Also

سپينې ماڼۍ له ‌‌طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو امر کړی دی

مجيب مشعل او اېرک سکميت – نيويارک ټايمز/ ژباړن: نورالحق حيدر د ...